ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د برېښنا تړون نوي کېدو په موخه ازبکستان ته تللی

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د برېښنا تړون نوي کېدو په موخه ازبکستان ته تللی

author avatar
30 Dec 2022 - 21:34
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د برېښنا تړون نوي کېدو په موخه ازبکستان ته تللی
author avatar
30 Dec 2022 - 21:34

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک ۹ مرغومی ۱۴۰۱): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ د وارداتي برېښنا تړون نوي کېدو په موخه ازبکستان ته تللی دی.

د باختر اژانس خبر له مخې، مولوي عبداللطیف منصور د مزار شریف – حیرتان بندر له لارې دغه هېواد ته تللی او له تلو مخکې یې ویلي: «موږ نن د وارداتي برېښنا د تړون په خاطر ازبکستان ته سفر کوو، له نېکه مرغه موږ توانېدلي یو چې د تېر حکومت ۳۵ میلیون ډالر پور هم ورکړو.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د اسلامي امارت واکمنۍ یونیم کال موده کې د برېښنا لګښتونه هم ورکړل شوي او خلک دې د برېښنا نشتوالي په اړه هيڅ اندېښنه نه کوي.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وایي چې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران هېوادونو واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو تامینوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستانه ۴۶۰ میګاواټ برېښنا پېري چې ۳۰۰ میګاواټ یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

[/restrict]

Views: 219

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.