ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا خلک: د ښرنې- مټاخان لارې جوړولو چارې دې بېرته پيل شي

د پکتیکا خلک: د ښرنې- مټاخان لارې جوړولو چارې دې بېرته پيل شي

author avatar
31 Dec 2022 - 15:25
د پکتیکا خلک: د ښرنې- مټاخان لارې جوړولو چارې دې بېرته پيل شي
author avatar
31 Dec 2022 - 15:25

ښرنه (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي او موټرچلوونکي وايي، د پکتیکا او پکتیا تر منځ غځېدلې لویه لار- چې د پکتیکا له مټاخان ولسوالۍ تېرېږي- د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، حکومت دې د دې مهمې لارې جوړولو درېدلې چارې پیل کړي.

بلخوا سیمه‌ییز چارواکي وايي، د لویو لارو جوړول یې لومړیتوب دی او د دې لارې جوړول یې په پلان کې شامل کړي دي.

د یادې لارې یوه موټرچلوونکي عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښرنې- مټاخان لار د پکتیکا له مهمو لویو لارو ده چې لومړی پکتیا او بیا مرکز کابل له دغه ولایت سره نښلوي.

دی وايي، د وخت په تېرېدو دغه شاوخوا ۳۸ کیلومتره سړک سخت خراب شوی چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي او د جوړولو غوښتنه یې کوي.

هغه زیاته کړه: «دغه سړک د تېر حکومت په لومړیو کلونو کې په پاخه ډول جوړ شوی و چې د وخت په تېرېدو یې ډېرې برخې تخریب شوې وې، خو درې کاله مخکې یې د بیارغولو چارې پيل شوې او خرابې شوې برخې یې د ترمیم په موخه واړول شوې خو کله چې تېر جمهوري حکومت وپرځېد نو کار یې په ټپه ودرېد.»

د ده په خبره، که دغه سړک جوړ شي نو موټرچلوونکو، مسافرو، په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره به د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي او د ترافیکي پېښو مخنیوی به هم وشي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي محمداکبر هم پژواک خبري آژانس ته وویل چې خلک پر دې لار د تګ راتګ پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه لوی لوی جرونه په کې ایستل شوي دي.

دی غوښتنه کوي چې د دغه سړک جوړولو چارې دې بېرته پيل او په معیاري ډول دې پر خپل وخت ترسره شي.

د پکتیکا سیمه‌ییز چارواکي وايي، هڅه او لومړيتوب یې دا دی چې د دغه سړک د ترمیم درېدلې چارې بېرته پیل کړي او په اساسي ډول جوړ شي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس محمداکبر عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، د سړک د ترمیم سروې شوې او پلان یې مرکزي ادارې ته لېږل شوی چې له منظورۍ وروسته به یې کار پیل شي.

هغه زیاته کړه، د دغه سړک پر بیارغونه ۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اړوند وزارت له بودجې به ورکړل شي.

د یادونې ده، تېر کال همدا میاشت د ټولګټو چارو وزارت یوه تخنیکي پلاوي د دغه سړک د اروزنې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر کړی و او ویلي یې وو چې د دغه سړک جوړولو درېدلې چارې بېرته پیلوي.

هغه مهال د ټولګټو چارو وزارت د څار کمېټې مشر او د پلاوي غړي مولوي عباس پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، د دوی د ارزونې پایله دا وه چې د دغه سړک جوړولو چارې په معیاري ډول نه وې ترسره شوې.

د تخنیکي پلاوي یوه غړي انجنیر عبدالباقي ویلي وو چې له یوې خوا د دغه سړک جوړولو ترسره شوې چارې معیاري نه دي او له بلې خوا یې ډېرې چارې نیمګړې پاتې دي.

دی زیاتوي، پخوا د دغه ډول پروژې د څارنې چارې د ساحوي همکارانو پر غاړه وې چې هغه مهال د امنیتي ستونزو او امکاناتو د نشتوالي له امله یې سمه څارنه نه ده شوې.

د ده په خبره، د دغه سړک جوړولو لپاره ۳۱ میلیون افغانۍ ځانګړې شوې وې چې په شپږو میاشتو کې باید جوړ شوی وای، خو د ځینو ستونزو له امله یې چارې ځنډېدلې وې.

د یادونې ده، د دغه ولایت د جاني‌خېل او وازې خوا ترمنځ غځېدلي سړک کارونه هم نیمګړي پاتې دي.

پکتیکا د هېواد د سوېل ختیځ زون له ولایتونو دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې یوه برخه له دغه ولایته تېرېږي او د کرښې د دواړو غاړو ترمنځ تجارتي لار هم لري.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.