ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د خواجه‌غار ځيني اوسېدونکي: یو قومي مشر هڅه کوي زموږ میراثي ځمکې غصب کړي

د تخار د خواجه‌غار ځيني اوسېدونکي: یو قومي مشر هڅه کوي زموږ میراثي ځمکې غصب کړي

author avatar
31 Dec 2022 - 17:19
د تخار د خواجه‌غار ځيني اوسېدونکي: یو قومي مشر هڅه کوي زموږ میراثي ځمکې غصب کړي
author avatar
31 Dec 2022 - 17:19

تالقان (پژواک،۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د تخار خواجه‌غار ولسوالۍ اړوند د «هزارباغ» سیمې ځیني اوسېدونکي په یوه اعتراضي غونډه کې ادعا کړې چې یو قومي مشر هڅه کوي د دوی زرګونه جریب ځمکه غصب کړي.

ځايي اوسېدونکو په دې غونډه کې ويلي، دغه قومي مشر هڅه کوي د دوی هغه ځمکې چې له پلرونو ورته میراث پاتې دي، غصب کړي.

د هزارباغ سیمې یو اوسېدونکی حاجی اسماعیل وايي: «موږ ته له پلرونو زرګونه جریب میراثي ځمکه پاتې ده، اوس د حاجي عبدالرحیم په نوم یو قومي مشر په دې سیمه کې د غصب هڅې کوي، موږ له حکومته عدالت غواړو.»

هغه زیاتوي، د دې سیمې خلک بېوزله دي او د ژوند اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوي، خو اوس دغه قومي مشر له زور څخه په استفادې د هغو کسانو ميراثي ځمکې چې غنم يې کرلي وو، بې له دې چې خبر شي، ويجاړې کړې او پر هغو يې انجه کرلې ده.

د دې سیمې يو بل اوسېدونکى شمس‌الدین چې په دې غونډه کې يې برخه اخيستې وه، وايي چې دا ځمکې له سلو کلونو راهيسې دوى ته له پلرونو په ميراث پاتې دي او اوس د حاجي عبدالرحيم په نوم يو قومي مشر يې د غصبولو هڅه کوي.

نوموړي له سرپرست حکومته د عدالت غوښتنه کړې ده.

د هزارباغ اړوند د «قلعه‌چه» سیمې شورا رییس حبیب‌الرحمن‌ مظلومیار په دې غونډه کې وويل،  د دې سيمې خلک له سلګونو کلونو راهيسې پر میراث ورپاتې زرګونه جريب ځمکه کښت کوي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي خو اوس د دغو ځمکو پر سر د ځايي خلکو او يوه قومي مشر ترمنځ لانجې دي.

بلخوا حاجي عبدالرحيم چې د ځايي اوسېدونکو زرګونه جريب ځمکې پر غصب تورن دى، له پژواک سره په خبرو کې دا موضوع رد کړه او ویې ویل: «هغه خلک چې اوس ادعا کوي، دا ځمکې دوی ته په میراث پاتې دي، له حقیقت لرې ده، دا ځمکې په قباله کې زما خپلې دي.»

نوموړی وايي: «له کلونو راهیسې دې خلکو زما پر ځمکه کرنه کوله، اوس ځکه چې حکومت د ځمکې پر خاوندانو ډېره مالیه وضع کړې، نو مجبور یم چې پر خپله ځمکه انجه وکرم څو دولت ته مالیه ورکړم.»

هغه زیاته کړه: «زه په دې سیمه کې د دوه زره جریب ځمکو شرعی قباله لرم او زه چمتو یم چې د دې لانجې حل لپاره له قانوني لارو له دوی سره خبرې وکړم.»

په همدې حال کې له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو چې د دغو ادعاوو په اړه د تخار د والي نظر ترلاسه کړو؛ خو له دې مخکې په دغه ولايت کې د غصب شوو ځمکو راګرځولو مسوول مولوي عبدالرحيم احدي د دغه کمېسيون د کار پيلېدو اعلان وکړ او ډاډ يې ورکړی و چې ټولې غصب شوې کرنیزې ځمکې او څرځایونه به تثبیت شي.

نوموړي زیاته کړې وه، که چا څرځایونه یا کرنيزې ځمکې غصب کړې وي، بېرته راګرځول کېږي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.