کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفارت وايي، په افغانستان کې د ایران سفیر په توګه د ډاکټر بهادر امینيان ماموریت پای ته رسېدلی او حسن کاظمي قمي په رسمي ډول دغه هېواد کې د ایران سفیر په توګه معرفي شوی دی.
په کابل کې د ایران سفارت تېره ورځ (شنبه) د یوه تویټ په خپرولو سره لیکلي چې د کاظمي قمي مخکنۍ دنده پر خپل ځای ده او هغه به په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وي.
د یادونې ده، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د روان کال لېندۍ میاشتې په ۲۶مه اعلان وکړ چې کاظمي قمي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
دغهراز، کاظمي قمي له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي.
Visits: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن