[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور له ازبکستان سره د برېښنا یو کلن تړون له لاسلیک وروسته ویلي چې افغانستان د وارداتي برېښنا له درکه د هیڅ هېواد پوروړی نه دی.
منصور چې تېره اونۍ ازبکستان ته په رسمي تللی و، د مرغومي په ۱۲مه بېرته هېواد ته راستون شو؛ هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې له دغه هېواد سره یې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه تړون له مخې به ازبکستان د ۲۰۲۳ کال پر مهال افغانستان ته ۴۴۰ میګاواټه برېښنا ورکوي.
د اوبو او برېښنا وزیر وایي چې د دغه سفر پر مهال یې به تاشکند کې د یوه چینایي شرکت له استازي او له افغان پانګهوالو سره هم د افغانستان د برېښنا په سکټور کې پر پانګونې خبرې کړې دي.
نوموړی وویل چې افغانستان اوسمهال د وارداتي برېښنا له درکه له هیڅ هېواده پوروړی نه دی، خو ځینې ستونزې د بانکي محدودیتونو او د پیسو د لېږد په برخو کې شته.
عبداللطیف منصور په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کړی و چې په دې وروستیو کې په کابل او ځینو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوې وې.
ازبکستان ویلي وو چې په هېواد کې یې دننه د ځینو ستونزو له امله پر افغانستان برېښنا کمه کړې ده.
[/restrict]
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن