ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران درېیو پوهنتونونو د افغان نجونو محصلینو منلو ته چمتووالی ښودلی

د ایران درېیو پوهنتونونو د افغان نجونو محصلینو منلو ته چمتووالی ښودلی

author avatar
2 Jan 2023 - 15:17
د ایران درېیو پوهنتونونو د افغان نجونو محصلینو منلو ته چمتووالی ښودلی
author avatar
2 Jan 2023 - 15:17

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): ایراني رسنیو د دغه هېواد د لوړو زده‌کړو وزیر له قوله راپور ورکړی چې د ایران درېیو پوهنتونونو د افغان نجونو محصلینو د منلو لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال د لېندۍ په ۲۹مه اعلان کړی چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر امر ثاني پورې ځنډېدلې دي.

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په نړۍوالو چارو کې د ایران د علومو وزیر وحید حدادي اصل ویلي چې د افغان نجونو پر تحصیل د محدویتونو په لړ کې، د دغه هېواد ځيني پوهنتونونو لکه په تهران کې الزهرا پوهنتون، د بجنورد کوثر پوهنتون او په قُم کې د حضرت معصومه پوهنتون افغان نجونو محصلینو منلو لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د هغه په خبره، الزهرا پوهنتون د ۵۰ افغان نجونو محصلینو د منلو چمتووالی لري او د لیلیې تامینېدو په صورت کې د لا نور ظرفیت امکان هم لري.

هغه زیاتوي: «د بجنورد کوثر پوهنتون چې د ښځو لپاره ځانګړی دی، د هېواد په ختيځ او د شمالي خراسان ښار کې موقعیت لري، هم په دغه پوهنتون کې د تحصیل لپاره د افغان نجونو محصلینو منلو ته د چمتووالي اعلان کړی دی.»

نوموړي زیاته کړې چې په قُم ښار کې د حضرت معصومه پوهنتون هم د ۳۰۰ محصلینو لپاره د حضوري او ۱۰۰۰ نورو ته په ان‌لاین ډول د منلو چمتووالی ښودلی دی.

هغه په ډاګه کړې چې د افغان دواطلبانو منل به په انلاین ډول او په محدوده اندازه به په حضوري بڼه وي.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.