Language

د بلخ د خلم ولسوالۍ یوه روغتیايي مرکز ته د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه

مزارشریف (پژواک، ۱۲ پژواک ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه مرکز د بلخ د عامې روغتیا ریاست او باختر پراختیایي شبکې په مالي ملاتړ جوړ شوی او تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب‌الله توانا وایي چې د دغه مرکز د بنسټ ډبره ۱۷ کاله مخکې اېښودل شوې وه چې د ځینو ستونزو له امله یې کار درېدلی و.

هغه وایي چې د یاد روغتیایي مرکز جوړولو چارې له نږدې یو کال راهیسې بیا پیل شوې وې او اوس بشپړې شوې.

login or register a new account.