منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د خلم ولسوالۍ یوه روغتیايي مرکز ته د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۴ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۱۲ پژواک ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه مرکز د بلخ د عامې روغتیا ریاست او باختر پراختیایي شبکې په مالي ملاتړ جوړ شوی او تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب‌الله توانا وایي چې د دغه مرکز د بنسټ ډبره ۱۷ کاله مخکې اېښودل شوې وه چې د ځینو ستونزو له امله یې کار درېدلی و.

هغه وایي چې د یاد روغتیایي مرکز جوړولو چارې له نږدې یو کال راهیسې بیا پیل شوې وې او اوس بشپړې شوې.

د نوموړي په وینا، له دغه روغتیایي مرکزه به د حاجي‌علي کلي د نږدې پنځلس زره اوسېدونکو ترڅنګ د نږدې شاوخوا لسو نورو کلیو اوسېدونکي هم ګټه اخلي.

په همدې حال کې، د باختر پراختیایي شبکې مسوول محمدشریف انوري وایي چې د حاجي‌علي روغتیایي مرکز پر پرمختللو وسایلو سمبال دی او د یو میلیون او شپيته زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

بلخوا د خلم مرستيال ولسوال عبدالمنان عثماني د دغه مرکز جوړېدل د روغتیا په برخه کې نېک ګام وباله او د سیمې له خلکو يې وغوښتل چې په ساتنه او سمسورتيا کې یې همکاري وکړي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه مرکز جوړېدو ته خوښ دي.

د حاجي‌علي کلي یوه اوسېدونکي غلام يحيى پژواک ته وويل چې له دې مخکې یې د کلي لپاره روغتيايي خدمات په يوه زاړه کور کې وړاندې کېدل خو له دې وروسته په سم او مناسب ځاى کې وړاندې کېږي.

ده خوښي وښوده چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره د دوى روغتيايي ستونزې هوارې شي.

د یادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم په خلم ولسوالۍ کې یو ۵۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا