ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

له کندهاره د څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

author avatar
2 Jan 2023 - 16:58
له کندهاره د څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي
author avatar
2 Jan 2023 - 16:58

کندهار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته بهر ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي چې په لړ کې یې د څه باندې ۴۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۸۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د انارو حاصلات ډېر ښه وو چې د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر بهر ته صادر شول.

هغه زیاته کړه: «سږ کال له کندهار څخه د ۴۸ میلیونه ۸۶۶ زره ۹۰۳ امریکايي ډالرو په ارزښت ۸۸ زره ۶۲۵ ټنه انار بهر ته صادر شوي او په ښه بیه پلورل شوي دي.»

نوموړی وايي، د انارو ډېره برخه پاکستان او هند او یوه برخه یې روسیې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د هغه په وینا، په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره یوازې ۶۵۰ ټنه انار بهر ته صادر شوي وو چې ټولیز ارزښت یې ۳۸۳ زره ۱۹۴ امریکايي ډالر وو.

بینا وویل، په دغه کال کې د انارو د صادراتو د کمېدو لاملونه په هېواد کې سیاسي بدلون، د لارو بندېدل، بانکي محدودیتونه او نور وو.

ده یادونه وکړه چې سږ کال هم د انارو د صادراتو پرمهال د پاکستان له لوري د لارو بندېدو ستونزې وې چې ځيني سوداګر یې زیانمن کړل.

د انارو یو سوداګر محمد صادق وایي، د اناور ډېره برخه پاکستان ته صادرېږي او دغه هېواد هر کال د مېوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

ده زیاته کړه، سږ کال هم د سپین بولدک- چمن لار دوه ځله د انارو د صادراتو پر مهال د څو ورځو لپاره بنده شوه چې سوداګرو ته یې زیان واړاوه.

هغه وویل: «سږ کال د انارو حاصلات ښه وو، په بهر کې یې تقاضا هم ډېره وه، خو د صادراتو پر وړاندې یې ستونزې موجودې وې؛ پاکستان دوه ځله د سپین بولدک- چمن لار وتړله او د مېوو موټرانو ته یې اجازه نه ورکوله چې سوداګر یې څه نا څه تاوانیان کړل.»

د ارغنداب ولسوالۍ د انارو د باغ یو څښتن فضل کریم وایي، سره له دې چې وچکالي وه خو باغونو یې ښه حاصلات ورکړل او تر ډېره له افاتو او امراضو خلاص وو.

دی وايي، که وچکالي نه وای د اناور حاصلات او صادرات به لا ډېر وای.

هغه زیاته کړه: «سږ کال انارو ډېر لږ افتونه کړي وو، حاصلات یې د وچکالۍ په خاطر  یو څه کم شوي و، خو کیفیت یې ښه و او په ښه بیه هم خرڅ شول؛ بهر ته یې صادرات پای ته رسېدلي خو په کندهار ښار کې لا هم پلورل کېږي، ځکه خلکو ساتلي وو.»

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انارو ټول حاصلات ۱۷۰ زره ټنه اټکل شوي وو چې د وچکالۍ له امله یې په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن پژواک ته وویل، په کندهار کې پر شاوخوا ۱۰ زره هکتاره ځمکه د انارو باغونه شته چې سږ کال یې په ځينو ولسوالیو کې حاصلات کم شوي دي.

ده زیاته کړه: «سږ کال وچکالۍ او بیا وروسته بې وخته اورښتونو او سېلابونو د نورو مېوو ترڅنګ انار هم یو څه زیانمن کړي وو او تر پخوا یې حاصلات کم وو.»

دا مهال په کندهار ښار کې یو من (څلورنیم کېلوګرامه) انار له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ بیه لري.

بڼوال وایي، که دلته سړې‌خونې موجودې وای نو کروندګرو او سوداګرو به کولای شول چې انار په کې وساتي او بیا یې په ژمي کې په ښه بیه وپلوري.

په کندهار کې د انارو تر ټولو ډېر باغونه په ارغنداب ولسوالۍ کې دي، خو په معروف، ارغستان، میوند، پنجوايي او ځینو نورو ولسوالیو کې یې هم باغونه شته.

Views: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.