ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‎ د باران له اوبو استفادې د تخار د خواجه‌غار اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي

‎ د باران له اوبو استفادې د تخار د خواجه‌غار اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي

author avatar
2 Jan 2023 - 19:14
‎ د باران له اوبو استفادې د تخار د خواجه‌غار اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي
author avatar
2 Jan 2023 - 19:14

تالقان (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ هزارباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي،‎ ماشومان یې د پاکو اوبو پر ځای د باران له اوبو د استفادې له امله د پښتورګي پر ناروغیو اخته شوي دي.

دوی زیاتوي چې د درملنې لپاره مالي توان نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزه یې ورته حل کړي.

د هزارباغ سيمې اوسېدونکي اسلام‌الدين پژواک اژانس ته وويل: «له کلونو راهيسې د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې يو، دوه کاله کېږي چې ماشومان مو د پښتورګو پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې مالي توان یې نه لرو.»

هغه زياتوي چې څو ځلې يې روغتونونو ته مراجعه کړې او د ډاکټرانو تشخيص ښيي چې د څښاک پاکو اوبو نشتوالى د دغو ناروغيو يو اصلي لامل دى.

د هزارباغ بل اوسېدونکی فيض‌الله وايي: «زه څلوېښت کلن يم، تر اوسه په دې سيمه کې د څښاک له پاکو اوبو نه یم برخه‌من شوی؛ په تېرو حکومتونو کې مو څو ځلې وړاندیزونه کړي خو تر اوسه دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»

د هغه په خبره، د یادې سيمې خلک د حکومت نه پاملرنې له امله د څښاک پاکو اوبو پر ځاى د واورې او باران له راټولو شوو اوبو کار اخلي چې دوى ته يې بېلابېلې ناروغۍ پيدا کړې دي.

نوموړی له سرپرست حکومته د یادې ستونزې د هواري غوښتنه وکړي.

د سيمې بل اوسېدونکى عبدالکريم هم وايي: «د اوبو د لرې‌والي له امله، زموږ ماشومان د کال په څلورو فصلونو کي له درس او زده‌کړې د بې‌برخې کېدو ترڅنګ پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.»

هغه زیاتوي چې په دې سیمه کې زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي او د کال په څلورو موسمونو کې د باران او واورو له راټولو شوو اوبو استفاده کوي.

په ورته مهال، د تخار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا پروګرامونو امر موحدالله حمید هم د هزارباغ د خلکو ستونزې او د څښاک پاکو اوبو نشتوالی مني.

نوموړي د يادو ستونزو لامل د تېر حکومت نه پاملرنه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې د ستونزو هواري لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولایت خواجه‌غار ولسوالي له تېرو شلو کلونو راهیسې د جګړې ډګر و چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د ژوند له ټولو امکاناتو او اسانتیاوو بې‌برخې شوي دي.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.