Language

لوګر کې یوه لرغونې ساحه چې ۳۵۰ کاله مخینه لري، کشف شوې ده

پل علم (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل علم اړوند په «سپېڅ» سیمه کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لرغونې ساحه ۳۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د مرکز پل علم اړوند د «سپېڅ» سیمې په «کوټګي» نومي کلي کې موقعیت لري.

دی وايي، کشف شوې ساحه یوې غونډۍ ته ورته ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د درې کسیزې ډلې له لوري لرغونې پېژندل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له کابل څخه د وزارت راغلي پلاوي د کوټګي سیمې په دغه غونډۍ کې د سلګونو کلونو مخکې سمڅې او کنډوالې موندلې او دا ښکارندويي کوي چې دغه سیمه لرغونې ده.»

login or register a new account.