منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې یوه لرغونې ساحه چې ۳۵۰ کاله مخینه لري، کشف شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۹۰ کتنې

پل علم (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل علم اړوند په «سپېڅ» سیمه کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لرغونې ساحه ۳۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د مرکز پل علم اړوند د «سپېڅ» سیمې په «کوټګي» نومي کلي کې موقعیت لري.

دی وايي، کشف شوې ساحه یوې غونډۍ ته ورته ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د درې کسیزې ډلې له لوري لرغونې پېژندل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له کابل څخه د وزارت راغلي پلاوي د کوټګي سیمې په دغه غونډۍ کې د سلګونو کلونو مخکې سمڅې او کنډوالې موندلې او دا ښکارندويي کوي چې دغه سیمه لرغونې ده.»

د هغه په خبره، په پلان کې ده چې د یادې شوې تاریخي ساحې په اړه لا ډېرې څېړنې وشي.

نوموړی وايي، کشفي او امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د «کوټګي» تاریخي ساحې ساتنه وکړي.

هغه د سیمې له اوسېدونکو هم وغوښتل چې د پېژندل شوې تاریخي ساحې په ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي.

صمیم وویل، په تېرو نظامونو کې د لوګر په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ځینې تاریخي ساحې د قاچاقبرانو له لوري سپړل شوې، خو د اوسني نظام په راتګ ټولې تاریخي ساحې خوندي شوې او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل سر پلټنې وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې، بره‌کي برک، خروار او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ لرغونې ساحې او ۶ ابدې ثبت او راجسټر شوې دي.

د لوګر یوه فرهنګي فعال زلمي ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه خبر خلک خوشحاله کړي دي.

هغه زیاته کړه، اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په کار ده چې دغه لرغونې ساحه د هېواد په تاریخي ساحو کې رسماً ثبت کړي او د ساتنې په برخه کې یې له امنیتي بنسټونو سره همغږي وکړي.

د مرکز پل علم اړوند د سپېڅ سیمې یوه قومي مشر حاجي غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه تاریخي ساحه څو سوه کاله مخینه لري.

هغه زیاته کړه، دغه ساحه یوې غونډۍ ته ورته ده چې له غونډۍ لاندې د پخوانیو بودایانو ښارګوټی او نور مهم اثار شته.

نوموړي پر دولت غږ وکړ چې د یادې تاریخي ساحې ساتنه وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې دلته په خپل سر پلټنه وکړي.

لوګر د پلازمېنې کابل په سوېل‌ختیځ  کې لرغونی او له کانونو ډک ولایت دی چې د نړۍ په کچه د مسو او کرومایټ ډبرو لوی کانونه او همداراز تاریخي ساحې او آثار په کې موجود دي.

په دې لړ کې د محمداغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د مسو کان، په بره‌کی برک ولسوالۍ کې د سجاوند او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ په نوم لرغونې ساحې د یادولو وړ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور