کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): په ټولنیزو پاڼو کې وژل شوو څلورو انسانتښتوونکو ته منسوب د هویت کارتونه لاس په لاس کېږي چې ګواکې په حکومتي ادارو کې یې دندې لرلې، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، څېړنه روانه ده چې دغو خلکو کارتونه له کومه ځایه ترلاسه کړي او که جعلي دي.
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني سیمه کې څلور انسانتښتوونکو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو سوداګر یې له منګولو ژغورل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له خوا په خپره شوې ویډیو کې یو تن – چې لاسونه یې تړل شوي – وایي چې امنیتي ځواکونو له انسانتښتوونکو ژغورلی دی. هغه د امنیتي ځواکونو له دغه اقدامه خوښي څرګندوي.
له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو پاڼو کې یادو وژل شوو کسانو ته منسوب د هویت کارتونه لاس په لاس کېږي.
د هویت په خپرو شوو کارتونو کې له یادو کسانو یو د میربچهکوټ ولسوالۍ کارکوونکی او درې نور له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست اړوند کسان ښودل شوي دي.
له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې څلور کسان وژل شوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د پنځو کسانو د پېژندګلوۍ کارتونه لاس په لاس کېږي؛ پژواک ځکه د یادو کارتونو عکسونه او د هغوی پېژندګلوي نه خپروي چې څرګنده نه ده له دغو پنځو کسانو کوم څلور وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پژواک ته وویل: «د جرایم سنګین په نوم پخوا یو ریاست وو چې امارت تنقیص کړی او اوس نشته؛ څېړنه روانه ده چې دغو خلکو کارتونه له کومه ترلاسه کړي دي او یا جعلي دي.»
یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک ته وویل چې یاد څلور کسان د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او زیاتوي چې په دې اړه نور معلومات نه لري.
Views: 1059
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن