Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګلستان اوسېدونکي: دغه ولسوالۍ کې هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري

فراه (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه د ګلستان ولسوالۍ خلک وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې په دغه ولسوالۍ هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري او دوی د اړیکو نیولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هم مني چې هلته هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري، خو وايي چې اوس د سلام مخابراتي شبکې دوې پايې منظورې شوې او ژر به فعالیت پیل کړي.

د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر خان‌محمد هلالي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته له تېرو شلو کلونو راهیسې هېڅ مخابراتي شبکه نه ده فعاله شوې او خلک له خپلو خپلوانو سره د اړیکو نیولو لپاره دلارام ولسوالۍ ته ځي.»

هغه له حکومته د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «اوس خو شکر دی جګړه او ناامني ختمه شوې، نو حکومت دې زموږ په ولسوالۍ کې د مخابراتي خدماتو لپاره اقدام وکړي او د خلکو ستونزې دې حل کړي.»

د ګلستان یو بل اوسېدونکی عتیق‌الله بیا وايي، په دغه ولسوالۍ کې شتمن خلک له سټلایټه استفاده کوي.

ده هم له حکومته وغوښتل چې په ګلستان ولسوالۍ کې دې خلکو ته مخابراتي خدمات برابر کړي.

بلخوا، د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس وايي چې په ګلستان ولسوالۍ کې به په نږدې راتلونکي کې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت پيل کړي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریییس عبدالمجید ابوذر پژواک ته وویل: «رښتیا هم په تېر وخت کې په ګلستان ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو کار نه کاوه، خو اوسمهال زموږ په هڅو د سلام دولتي شبکې دوه سایټونه منظور شوي او په نږدې راتلونکي کې به د ګلستان ولسوالۍ په مرکز کې نصب شي.»

نوموړي زیاته کړه، کوښښ کوي چې په ګلستان کې د دولتي شبکې ترڅنګ خصوصي مخابراتي شبکې هم فعالیت پیلولو ته وهڅوي.

ګلستان د فراه له مرکزه شاوخوا ۲۶۹ کیلومټره واټن لري او غرنۍ ولسوالي ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.