ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې دا اونۍ د پټرولو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې خو د ډیزلو بیه لوړه شوې ده

کابل ښار کې دا اونۍ د پټرولو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې خو د ډیزلو بیه لوړه شوې ده

author avatar
7 Jan 2023 - 14:51
کابل ښار کې دا اونۍ د پټرولو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې خو د ډیزلو بیه لوړه شوې ده
author avatar
7 Jan 2023 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن، په کابل ښار کې د پټرولو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې، خو د اوبلن ګاز، ډیزلو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرول بیه له ۷۵ نه ۷۳ افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه وویل، په نړۍوالو بازارونو کې د پټرولو بیې ټیټېدو او په افغانستان یې د تورم له امله په بیه کې کموالی راغلی دی.

خو نوموړي وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېټر ډیزل بیه له ۹۱ نه ۹۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۲ نه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي، په نړۍوالو بازارونو کې د ګاز او ډیزل تېلو بیې لوړوالي له امله په کابل ښار کې هم د هغه بیې لوړې شوې دي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاره زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

هغه د بېلګې په توګه وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۲۵۰ څخه ۴۳۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سررو زرو بیه له ۳۴۰۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلېدو سره اړیکه لري.

په خوراکي توکو کې بیا د قزاقي اوړو بیه لوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۲۰۰ نه ۲۱۵۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، د قزاقستان په بازارونو کې د اوړو بیې کموالي له امله په کابل ښار کې هم د هغه په بیه کې کموالی راغلی دی.

خو هغه زیاته کړه، نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورنکی حامد صوفی‌زاده وايي، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي ‌حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۹،۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۴۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۱۰مه د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.