Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار دشتي‌برچي کې د خلکو په شخصي لګښت یو کلینیک جوړ شو

کابل (پژواک، ۱۷ موغومی ۱۴۰۱): د کابل ښار په دشت‌برچي سیمه کې یو روغتیايي کلینیک چې د خلکو او یوه مرستندوی بنسټ په لګښت له بېوزلو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، نن پرانیستل شو؛ مسؤولین وایي چې په دغه روغتیايي مرکز کې معاینه او تشخیص وړیا دي، خو په درملو کې ۲۰ سلنه او جراحي عملیاتو کې ۷۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

د ایثار هزاره مرستندوی بنسټ مشر محمدنبی سخي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د «ایثار خیریه روغتیاِيي مرکز» له هغو بې‌وزلو خلکو سره چې د درملنې وس نه لري، د مرستې په موخه جوړ شوی دی.

هغه د دې په ویلو سره چې دغه کلینیک له بې‌وزلو سره د مرستې لپاره جوړ شوی، زیاته کړه: «د ایثار خیریه کلینیک د دغه روغتیايي مرکز جوړولو لپاره له دوکانونو، شرکتونو او نورو پیسې راټولې کړې دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، یاد کلینیک د لسو متخصصو ډاکټرانو په درلودو سره د عمومي جراحي، عمومي داخله، ماشومانو داخله، نسایي ولادي، ټلوېزیوني معایناتو، د زړه ګراف او نورو برخو کې فعالیت لري.

نوموړي وویل چې په دغه مرکز کې لابراتواري، ټلوېزیوني، د زړه ګراف او نورو برخو کې معاینات وړیا ترسره کېږي.

خو هغه زیاتوي چې په دغه مرکز کې ناروغانو ته یوازې درمل وړيا نه دي، خو د نورو درملتونونو په پرتله یې په ۲۰ سلنه تخفیف پلوري.

سخي‌زاده د عملیاتونو په اړه وویل چې د بهار صحت له خصوصي روغتون سره یې خبرې کړې او اړمن ناروغان د عملیاتو لپاره دغه روغتون ته لېږي او هلته به یې عملیات په ۷۰ سلنه تخفیف ترسره کېږي.

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه بنسټ او نورو دغسې حرکتونو ملاتړ وکړي څو له بې‌وزلو سره لا زیاته مرسته وشي.

د شهدا په نوم د یوه بنسټ غړي محمدکاظم عرفاني په یادو مراسمو کې وویل، دغه کلینیک په داسې سیمه کې جوړ شوی چې ډېر بې‌وزله خلک په کې اوسېږي او وړیا روغتیايي خدمتونو ته ډېره اړتیا لري.

هغه هم له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې د داسې حرکتونو ملاتړ وکړي.

د بهار صحت روغتون مؤسس سید غضنفرشاه الهام نجفي‌زاده وویل، په ډېرو لږو امکاناتو او دوامدارو هڅو بالاخره بریالي شول چې د کابل ښار لوېدځه برخه کې څو روغتونونه جوړ کړي چې یوه بېلګه یې د ایثار خیریه کلینیک دی.

د دشت‌برچي اوسېدونکي د دغه کلینیک پر جوړېدو خوښ دي.

د دشت برچي یو اوسېدونکی علي‌محمد د دغه کلینیک جوړېدو ته خوښ دی او د ایثار له خیریه بنسټه یې مننه وکړه.

هغه وایي چې په خصوصي روغتونونو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې توان نه درلود خو نن دغه کلینیک پرانیستل شو؛ بې‌وزلي کولای شي دغه کلینیک ته مراجعه او وړیا درملنه وکړي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی ظاهر هم خوښي څرګندوي او وایي: «د ایثار خیریه بنسټ دغه کار د ستاینې وړ دی، موږ د دشت‌برچي فقیر خلک د دغه کلینیک پر جوړېدو خوشحاله یو.»

نوموړي هیله‌مندي وښوده چې د دغه کلینیک خدمتونه پراخ شي، نورې روغتیايي برخې هم په کې رامنځته او د بسترونو شمېر دې زیات شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.