Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان سفارت پلاوي د کراچۍ ګمرک له مسوولینو سره پر ټرانزیټي ستونزو خبرې کړې دي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پلاوي د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو په لېږد کې د ستونزو په تړاو کراچۍ کې د ګمرک له عمومي رییس سره لیدلي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له خوا تېره شپه ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکل شوي، د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب، په کراچۍ کې افغان جنرال قونسل سید عبدالجبار تخاري او د تجارتي آتشې مسئوول آغامیر فاروقي په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو په برخه کې د رامنځته شوو ستونزو هوارولو په موخه د دغه ښار د کسټم یا ګمرک له عمومي رئیس، افتخار احمد سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې د سفارت پلاوي له نوموړي څخه د شته ستونزو د ژر تر ژره هواري غوښتنه وکړه.

شکیب هغوی ته جوته کړه چې دا مهال د افغان سوداګرو پر مالونو بار زرګونه موټرونه په کراچۍ بندر کې د نویو سختو شرایطو لګولو له امله ولاړ دي او د هرې ورځې په تېریدو سره پرې ملاماتوونکې مالیه لوړېږي چې د افغانستان اقتصاد او افغان سوداګرو لپاره لویه ننګونه ده.

سفارت ویلي، پاکستاني لوري وویل چې مرکزي حکومت ورته داسې امر کړی، او ژمنه یې وکړه چې له اسلام‌آباد سره به دا ستونزه شریکوي او یوه حل‌لاره به ورته پیدا کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت سفیر سردار احمد شکیب همداراز هغوی ته وویل، تر هغې چې دا مسئله په لوړه کچه حل کېږي، تر درې یا څلورو میاشتو پورې دې افغان سوداګرو ته وخت ورکړل شي چې خپل بند پاتې مالونه ولېږدوي او د راتلونکي لپاره له نوو شرایطو سره د ځان عیارولو په اړه خپله پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو تېره اونۍ ګواښ کړی و چې که پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل نه کړي، نو دوی به اړ شي چې بدیله لار غوره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وویل، په کراچۍ بندر کې په سوداګریزو مالونو بار سلګونه کانټینر ولاړ دي.

هغه زیاته کړه، د نړۍ په یوه هېواد کې هم د ټرانزیټ مالونو پر سر له سوداګرو انوایسونه نه غوښتل کېږي، خو په کراچۍ بندر کې له سوداګرو غیراصولي غوښتنې کېږي.

نوموړي وویل: «د افغانستان له لارې چې هر ټرانزیټ منځنۍ اسیا او یا هم د سوېلي اسیا هېوادونو ته کېږي، موږ به هغوی ته هیڅ ستونزې جوړې نه کړو او که له موږ سره صحیح تعاملات و نه شي نو موږ مجبورېږو څو له خپل حکومت څخه غوښتنه وکړو چې باید باالمثل عمل ورسره وشي.»

هغه له پاکستانه غوښتنه وکړه چې له افغان سوداګرو دې د ټرانزیټ نړۍوالو اصولو خلاف غوښتنې نه کوي.

همدارنګه د پاک - افغان سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزي وويل چې پاکستان پر افغان سوداګرو د سوداګرۍ نړۍوال قانون خلاف شرایط وضع کوي.

هغه وویل: «په نورو هېوادونو کې څوک پر ټرانزیټي اموالو انوایسونه نه غواړي او دا د یو هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.»

نوموړی وايي، په کراچۍ بندر کې د مالونو د ارزښت درې برابره زیات انوایسونه ترې اخیستل کېږي.

د الکوزي په خبره، له اپټا تړون مخکې ۹۹ سلنه ټرانزیټ له کراچۍ بندر څخه کېده، خو اوس ۳۰ سلنه له کراچۍ څخه، ۳۵ سلنه د هېواد له شمال او پاتې نور بیا له چاه‌بهار او بندر عباس څخه کېږي.

هغه له افغان سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د دولتي اصولو له مخې دې له پاکستان څخه د سوداګرو حق واخلي او دغه هېواد ته دې ووايي چې د تړون مطابق عمل وکړي، که یې و نه کړي نو ټول سوداګر به بدیله لار غوره کړي او نور به له کراچۍ بندر څخه ټرانزیټ نه کوي.

الکوزي وویل چې تېره ورځ د افغان سوداګرو شاوخوا ۵۰۰ کانټینر سوداګریز مالونه بندرعباس ته انتقال شول.

دغه‌راز د مرغومي په څلورمه، په کابل کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري باید د اصولو له مخې ترسره شي.

هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل: «راشه درشه مو باید د دوو سیالو هېوادونو په څېر وي، مشکلات باید د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړو، ټرانزیټي لار مې درکړې، زه هم حق لرم چې ستا له لارې خپل مالونه نورو هېوادونو ته ټرانزیټ کړم.»

د یادونې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ډېر پخوا راهیسې د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې رامنځته کېږي چې له امله یې سوداګر درانه زیانونه ویني.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.