Language

لوګر کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

پل‌علم (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، د فوټبال ژمنۍ سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت په بره‌کي‎برک ولسوالۍ کې پيل شوې وې، نن د «غازي امین‌الله خان لوګري» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول جاوېد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو سیالیو دوه اوونۍ دوام وکړ چې د مرکز پل‌علم په ګډون د یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۲۰ لوبډلو په کې برخه درلوده.

دی وايي، د دې سیالیو هدف په دغه ولایت کې د فوټبال لوبې وده او د لوبغاړو ترمنځ د غوره اړیکو جوړول و.

هغه زیاته کړه: «د دې سیالیو په پایلوبه کې د پل‌علم د نایب امین‎الله خان لوګري فوټبال لوبډلې لومړی مقام او د بره‎کي‎برک ولسوالۍ د ځوانانو فوټبال لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.»

login or register a new account.