منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۷ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، د فوټبال ژمنۍ سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت په بره‌کي‎برک ولسوالۍ کې پيل شوې وې، نن د «غازي امین‌الله خان لوګري» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول جاوېد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو سیالیو دوه اوونۍ دوام وکړ چې د مرکز پل‌علم په ګډون د یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۲۰ لوبډلو په کې برخه درلوده.

دی وايي، د دې سیالیو هدف په دغه ولایت کې د فوټبال لوبې وده او د لوبغاړو ترمنځ د غوره اړیکو جوړول و.

هغه زیاته کړه: «د دې سیالیو په پایلوبه کې د پل‌علم د نایب امین‎الله خان لوګري فوټبال لوبډلې لومړی مقام او د بره‎کي‎برک ولسوالۍ د ځوانانو فوټبال لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.»

د فوټبال یوه لوبغاړي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ هر کال د فوټبال فدراسیون له لوري جوړېږي چې د ولایت په کچه لسګونه لوبډلې په کې ګډون کوي.

دی وايي، د دې ډول سیالیو له لارې کېدای شي د ولایت په کچه د فوټبال غوره لوبډلې په نښه شي څو د هېواد په کچه د فوټبال په بېلابېلو سیالیو کې ګډون وکړي.

بلخوا د فوټبال سیالیو یوه نندارچي احمدمیلاد پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ د ځوانانو لپاره سالمه بوختیا ده او فدراسیون ته په کار ده چې د ورته سیالیو لمن د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په لوګر کې د فوټبال له فدراسیون سره د فوټبال ۱۰۰ رسمي او ۲۰ غیرسمي لوبډلې ثبت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې