کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د مرستيال ځانګړي استازی د دې ترڅنګ چې وايي، افغانستان د ناورين یوه نوي پړاو ته ننوځي، پر نجونو او ښځو د لګول شوو بنديزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (يوناما) په خپله فېسبوکپاڼه کې کښلي چې افغانستان د ناورين یوه نوي پړاو ته دننه کېږي.
سرچينه زياتوي: «د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.»
سرچینه کاږي، د ملګرو ملتونو مرستيال ځانګړي استازي مارکس پوتزل نن (شنبه) د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر ندامحمد نديم سره په ليدنه کې ژر تر ژره د بندیزونو لرې کولو غوښتنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر دویم امر پورې وځنډول شوې. دغهراز د اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه، په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP