[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوی ندامحمد ندیم د یوناما له سرپرست سره په لیدنه کې په ډاګه کړې چې اسلامي امارت د فشار له لارې د هیچا غوښتنې نه مني.
د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د مرغومي په ۱۷مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) سرپرست مارکس پوتزل د دغه وزارت له سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، مولوي ندیم په دې لیدنه کې وویل چې د ا.ا.ا، په ځانګړي ډول د لوړو زدهکړو وزارت په زدهکړیز چوکاټ کې د افغانانو حقونو ته ژمن دی او په دې هڅه کې دی څو د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره د هېوادوالو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې چې د ا.ا.ا مخالفین د لوړو زدهکړو په اډانه او په ټوله کې په نظام کې د اسلامي اموراتو پر پلي کېدو نیوکه کوي او د خپلو ناوړه اهدافو لپاره ترې د استدلال په توګه ګټه اخلي.
هغه وایي: «موږ اړ یو څو دوی ته د نیوکې ځای پاتې نه شي او ترڅنګ یې د هغو افغانانو هیله پوره کړو چې د اسلامي نظام حاکمیت او په هېواد کې د شرعي احکامو پلي کولو په موخه یې قربانۍ ورکړي دي.»
مولوي ندیم دغه راز وویل چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هيچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د حکومت وروستیو پرېکړو ته په اشاره وویل: «د ا.ا.ا او د لوړو زدهکړو وزارت د نجونو زدهکړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده کړې؛ بلکې د خارجي عواملو په وجه یی ځنډولې دي، موږ په دې هڅه کې یو چې روانو ستونزو ته د شريعت مقدسه په رڼا کې حللاره پېدا کړو.»
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست مارکس پوتزل یادونه وکړه چې د هر هېواد لوړې زدهکړې د هماغه هېواد پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز لري.
دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زدهکړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د نجونو زدهکړو په اړه یې خپله طرحه د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.
خو په خبرپاڼه کې د دې طرحې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه هم یوناما په دې اړه څه ویلي دي.
بلخوا، یوناما د دې لیدنې په اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د ناورين یوه نوي پړاو ته ننوځي، پر نجونو او ښځو د لګول شوو بنديزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
سرچينه زياتوي: «د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.»
سرچینه کاږي، د ملګرو ملتونو مرستيال ځانګړي استازي مارکس پوتزل نن (شنبه) د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر ندامحمد نديم سره په ليدنه کې د بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده، د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر دویم امر پورې وځنډول شوې.
دغهراز د اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.
[/restrict]
Views: 674
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن