ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي

د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي

author avatar
9 Jan 2023 - 15:27
د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي
author avatar
9 Jan 2023 - 15:27

فېروزکوه (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د غور ځايي مسوولین وايي، د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند پاتې شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي خو دغه لار اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د غور ځمکني ترانسپورت امر ضیاءالحق جندالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غور – کابل لویه لار د سختې واورې له امله تړل شوې ده.

هغه په داسې حال کې چې وايي، ۱۴۰ مسافر چې پر دې لار د باميان له يکاولنګه راتلل، بند پاتې وو او بېرته ګرځېدلي وو، زیاته کړه: «تېره شپه تر ناوخته د فواید عامې لوډرونو په بکک کوتل کې کار وکړ او وتوانېدل چې لاره خلاصه کړي، تر څلورو موټرو غور ته راغلي چې ښايي شاوخوا ۵۰ مسافر په کې وو.»

خو هغه زیاتوي، وروسته له هغه چې یاد ۵۰ مسافر وژغورل شول، یاده لار بېرته د سختې واورې او توپان له امله وتړل شوه.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د ټولګټو وزارت د واورې پاکولو ټيمونه حضور لري او په دې هڅه کې دي چې تر نن ماسپښینه یاده لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي او د بامیان په یکاولنګ کې بند پاتې ټول مسافر وژغوري.

سرچينې دغه راز له خلکو غوښتي څو د دوی تر خبرداري پورې پر یاده لار سفر ونه کړي؛ ځکه اوس هم په بکک کوتل کې د اورښت او توپان احتمال شته.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه اونۍ کېږي دغه لار د ټولو موټرو پر مخ تړلې وه او تېره ورځ مسوولینو او د غور ځینو اوسېدونکو د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۵۰ مسافرو د بند پاتې کېدو خبر ورکړی و.

د هغوی په وینا، په یادو مسافرو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.

د غور- کابل لویه لار هر وخت د بکک کوتل په سیمه کې د واورې له امله تړل کېږي چې خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کوي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.