کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک راتلونکې چهارشنبه د مرغومي په ۲۱مه، ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
دغه بانک نن (د مرغومي ۱۹مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی الثاني میاشتې په ۱۸مه (۱۴۰۱/۱۰/۲۱) د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې ۱۷میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.»
یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د یادونې ده، د افغانستان بانک تېره لېندۍ میاشت کې ۱۰۶ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP