ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستان سره د بشري مرستو ځنډېدو په اړه د شنونکو اندېښنې

له افغانستان سره د بشري مرستو ځنډېدو په اړه د شنونکو اندېښنې

author avatar
9 Jan 2023 - 16:59
له افغانستان سره د بشري مرستو ځنډېدو په اړه د شنونکو اندېښنې
author avatar
9 Jan 2023 - 16:59

کابل (پژواک، ۱۹مرغومی ۱۴۰۱): شنونکي وایي، له افغانستان سره بشري مرستې باید ونه ځنډول شي؛ ځکه دا چاره افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي او اسلامي امارت هم باید پر خپلو هغو پرېکړو غور وکړي چې د دغو مرستو د ځنډ لامل ګڼل کېږي.

تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته، په افغانستان کې تر یوې مودې بانکي سیستم په ټپه ودرېد او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول؛ خو وروسته نړۍوالې ټولنې بشري مرستې پیل کړې او د روان کال د مرغومي تر ۱۹مې د ۵۰ کڅوړو له لارې څه باندې یو عشاریه اووه میلیارد امریکایي ډالر هېواد ته رارسېدلي دي.

له دې وروسته تر ننه په داسې حال کې بله کڅوړه نه ده راوړل شوې چې د افغانستان سرپرست حکومت د لېندۍ په ۲۹مه د نجونو لوړې زده‌کړې وځنډولې او بیا د مرغومي په درېیمه نادولتي موسسو کې د ښځو کار تر دویم امر پورې وځنډاوه.

ځینې سرچینې وایي، د مرستو دغه لړۍ له دې امله درول شوې چې اسلامي امارت د نجونو لوړې زده‌کړې او په نادولتي موسسو کې د ښځو دندې ځنډولې دي.

د راپورونو له مخې، په موسسو کې د ښځو د دندو ځنډولو له پرېکړې وروسته یو شمېر موسسو خپل کارونه درولي دي.

پژواک په دې اړه – چې که د نړۍوالو بشري مرستو ځنډ دوام وکړي، نو پر خلکو او د هېواد پر اقتصاد به یې اغېز څه وي- له شنونکو سره خبرې کړې دي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ذکریا حیدري وایي، له افغانستان سره نغدي ډالري او دغه‌راز ځینې نورې بشري مرستې د افغانستان د سرپرست حکومت له لورې په موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو له امله درېدلې دي.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ۹۵ سلنه خلک له اقتصادي ستونزو کړېږي.

حیدري وایي، سره له دې چې له تېر یوه کال راهیسې له ډېرو خلکو سره بشري مرستې شوې، خو بیا هم خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که دغه مرستې و درېږي کېدای شي افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې داسې کچې ته ورسېږي چې بیا به یې کنټرول ستونزمن وي.

نوموړی وایي: «که چېرې اقتصادي اړخ ته یې وکتل شي، د افغانیو ارزښت په بازار کې په مصنوعي ډول ساتل شوی، د هېواد دننه د ډالرو سپما نشته او که بهرنۍ مرستې هم ودرېږي، د افغانۍ ارزښت ورسره ډېر رالوېږي.»

د هغه په وینا، که افغانۍ بې‌ثباته شي نو د توکو بیې به هم لوړې شي او خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

حیدري وویل، د افغانستان سرپرست حکومت باید د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني، ښځو ته د کار اجازه ورکړي، د نجونو پر مخ پوهنتونه او ښوونځي بېرته پرانېزي.

د اقتصادي چارو بل شنونکی قیس محمدي وایي، د ډالري کڅوړو مرستې د نړۍوالې ټولنې نه دي، بلکې د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دې لپاره کېدې چې د «دوحې تړون» ټولو مواردو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان سرپرست حکومت په څه باندې یوه‌نیم کال کې ونه شو کړای چې یو ټول‌ګډون حکومت جوړ کړي او دغه مرستې ځکه درېدلې څو پر اسلامي امارت یو ډول فشار راشي او د نړۍوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالتونو غوښتنې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ځینو چارواکو ویلي، هڅه کوي چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړي، خو بشري مرستې باید مشروطې او سیاسي نه وي.

د محمدي په وینا، سره له دې چې یادې نغدي مرستې سیاسي وې خو په یوه ډول یې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز درلود؛ ځکه چې د افغانیو ثبات ورسره ساتل شوی و، اقتصاد یې پر پښو درولی و او په درېدو یې افغانۍ بې‌ثباته کېدای شي.

هغه وایي، که دا مرستې بندې شي نو کېدای شي د افغانستان سرپرست حکومت د عوایدو ترلاسه کولو لپاره پر خلکو زیات مالیات وضع کړي چې د خلکو ژوند ورسره زیانمنېدای شي.

نوموړي وویل، ځيني نور بنسټونه شته چې بشري مرستې کوي، خو کله چې د حکومت له خوا په موسسو کې د ښځو کارونه وځنډول شول، هغه مرستې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

محمدي وایي، د بشري مرستو ځنډول یو غیرانساني کار دی او باید ونه درول شي، خو نغدي ډالري مرستې په ټوله کې سیاسي وې او د سیاسي لاملونو له امله ځنډېدلي دي.

د هغه په خبره، د دې لپاره چې دغه مرستې بېرته دوام پیدا کړي، د افغانستان سرپرست حکومت باید خپل اوسنی چلند بدل کړي او د نړۍوالې ټولنې او د افغانانو مشروع غوښتنې ومني.

د اقتصادي چارو بل شنونکی طارق فرهادي وایي چې افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې له لوري د نغدي مرستو د درېدو خبرداری جدي موضوع ده.

ده وویل، دغه مرستې د افغانستان بانک له لارې د افغانستان نړۍوال بانک ته ورکول کېدې او د ملګرو ملتونو له  لوري په افغانستان کې لګول کېدې.

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو پروژې د انجیوګانو له لورې پلې کېدې، خو اوس چې د ځینو انجیوګانو کارونه په افغانستان کې ځنډېدلي، د دغو پیسو یوه برخه پاکستان ته ځي او له هغه ځایه ګوري چې څه ډول یې مصرف کړي، دغه کار د افغانستان لپاره او د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره یو خطر دی.»

فرهادي وایي، وروسته له هغه چې د افغانستان سرپرست حکومت په موسسو کې د ښځو کار کول ځنډولی، ځينو موسسو په افغانستان کې خپل کارونه درولي دي.

نوموړی وایي، دا چاره د دې لامل کېږي چې خلک خپلې دندې له لاسه ورکړي، له عامو افغانانو سره د مرستو لړۍ د پخوا په پرتله ورو شي او پر اقتصادي وضعیت به هم منفي اغېز ولري.

د هغه په وینا، که وضعیت په دغه ډول دوام ومومي نو له افغانستان سره به یوازې هغه موسسې کار وکړي چې بېړنۍ مرستې رسوي او نورې بشري مرستې او موسسې به خپل کارونه و دروي.

هغه وایي، اسلامي امارت باید د ښځو د کار په تړاو یوه لایحه جوړه کړي، پر خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي او د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي هم پرانېزي.

د افغانستان سرپرست حکومت له ویاندویانو سره مو دغه موضوع شریکه کړه، تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی؛ خو تر دې مخکې د حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې علما په دې لټه کې دي څو د نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او کار لپاره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د حل یوه لاره پيدا کړي.

د یادونې ده، ځینو رسنیو د افغانستان بانک له قوله هم ویلي چې له افغانستان سره بشري نغدي مرستې بندې شوې، خو دغه بانک دا څرګندونې رد کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.