کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت وایي، د هغو سیمهییزو ټولګیو ښوونکې د حجاب په مراعاتولو سره دندې ته دوام ورکولی شي چې جواز لري او د نجونو هغه دیني مدرسې او لومړني ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي چې د سیمهییزو چارواکو له لوري تړل شوي دي.
د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي؛ خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
پژواک خبري اژانس د پوهنې وزارت د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې د وزارت مقام له خوا تېره ورځ د ښوونې او روزنې معینیت ته لیکل شوی دی.
په مکتوب کې راغلي: «دا چې د پوهنې وزارت اړوند د نجونو ښوونځي یوازې له شپږم ټولګي پورته تر امر ثاني پورې معطل دي، خو په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدارس او تر شپږم ټولګي لاندې (له لومړي تر شپږم ټولګي) د نجونو زدهکوونکو پر مخ هم ښوونځي د محلي مسؤولینو له لوري تړل شوي دي. په همدې اساس هدایت درکول کېږي چې د دغه مکتوب له صدور څخه وروسته د ښځینهوو مدارس په بشپړ ډول د فعالیت اجازه لري او له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي زدهکوونکې نجونې کولای شي په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدهکړې ترسره کړي.»
په مکتوب کې په دې اړه وضاحت نشته چې یاد ښوونځي چېرته تړل شوي دي.
په مکتوب کې راغلي چې له شپږم کښته د زدهکړو هغه ټولګي چې د مؤسسو له خوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت له خوا د فعالیت جواز لري، زدکوونکې یې خپلو زدهکړو او ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو سره دوام ورکولی شي.
په مکتوب کې دا هم راغلي، که سیمهییز چارواکي په دې برخه کې مزاحمت کوي، نو ستونزه دې رسما د پوهنې وزارت له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي.
د باختر دولتي اژانس مشر عبدالواحد ریان پژواک ته وویل چې یاد مکتوب سم دی او د پوهنې وزارت له لوري صادر شوی دی.
Views: 480
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن