Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امو سیند زیانونو مخنیوي لپاره دوه میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): موظف پلاوی وایي، امو سیند خلکو ته د زیانونو اړولو ترڅنګ د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او کابینې د زیان د سملاسي مخنیوي لپاره دوه میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د امو سیند د بدخشان د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او ۱٬۱۲۶ کیلومتره یې د افغانستان د بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ بهېږي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د لړم په اتمه د کندوز او تخار د یو شمېر اوسېدونکو شکایت له مخې راپور خپور کړ چې په امو سیند کې په پرله‌پسې توګه د اوبو کچې ډېرېدو او پورته کېدو له امله د یادو ولایتونو د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي او که دې ستونزې ته رسېدنه ونه شي، د سیند غاړې ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه به تر اوبو لاندې شي.

له يادو شکایتونو وروسته کابينې یو پلاوی وټاکه څو د امو سیند د تخریباتو هراړخیزه څېړنه وکړي او د دې ستونزې د حل طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د یادې پرېکړې له مخې، په طرحه کې باید د تخریب شوو او یا تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، د رامنځته شوو تخریباتو بیارغونې او په راتلونکي کې د نورو تخریباتو مخنیوي لپاره اړین تدبیرونه او د لګښتونو اټکل شامل وي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز نن (د مرغومي ۱۹مه) ليکلي چې د اسلامي امارت پلاوي د امو سیند د ویجاړیو له څېړلو وروسته ويلي چې دغه سیند د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته مالي زیانونه اړولي، د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره یې لاندې کړې او که د سیند غاړې پخې نشي، د نورو ویجاړيو وېره هم شته.

سرچينه زياتوي، د امو سیند له کلونو را په دېخوا د افغانستان خاوره وړي او ډېرې ځمکې یې پر سیند ورګډې شوې دي.

د یاد پلاوي مشر او د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري ویلي چې یاد سیند په ځینو ځایونو کې ۱۵ کیلومتره او ان ۲۵ کیلومتره د افغانستان خاوره لاندې کړې ده.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز وایي، د اوبو برېښنا وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن او د یاد پلاوي غړي ټینګار کړی چې د کابینې له خوا دوه میلیارد افغانۍ د زیان د سملاسي مخنیوي لپاره ځانګړې شوې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمداسماعیل او د یاد پلاوي بل غړي بیا ویلي چې زیانمنو شوو خلکو ته به د ژوند ښه کولو زمینه برابره او صفري ټکي به وټاکل شي.

د پژواک د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د سیمې خلکو ویلي وو چې په تېر حکومت کې د یادې ستونزې هواري ډېرې ژمنې وشوې، خو تر اوسه هيڅ پام ورته نه دی شوی.

د رسنیو مرکز هم لیکلي چې هر کال د دغه سیند ترڅنګ د پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د اوبو له امله ډېر زیانونه اوړي او خلکو یې ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پخوانیو حکومتونو غږ وانه ورېد، له همدې امله یې ډېر مالي زیانونو ولیدل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.