جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): ننګرهار کې د قومي منځګړتوب له لارې د دوو کورنيو ترمنځ له ۲۸ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه او دواړو غاړو يو بل ته بښنه وکړه.
دا دښمني ۲۸ کاله وړاندې د حصارک ولسوالۍ د جوکان کلي د اوسېدونکو ملا محمدحسن او ګلرنګ د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې وه چې يو کس پکې وژل شوی و.
د ننګرهار ولايت د قبايلو او سرحدونو چارو رياست د سرحدونو او قبايلو د ساتنې مديريت مرستيال قاري محمدنعيم مفکر چې د پخلاینې په دغه غونډه کې يې برخه اخېستې وه، وويل چې دا روغه جوړه د ياد مديريت په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب وشوه.
هغه زياته کړه، ۲۸ کاله مخکې د ملا محمدحسن او ګلرنګ د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر دا دښمني پيل شوې وه چې يو کس پکې وژل شوی و او د ګلرنګ کورنۍ هم په دې هڅه کې وه چې د ملا محمدحسن د کورنۍ يو کس ووژني.
هغه له دواړو اړخونو مننه وکړه چې د قومي مشرانو او عالمانو جرګه يې ومنله او روغه جوړه يې وکړه.
ملا محمدحسن چې د ګلرنګ له کورنۍ سره يې تر دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه وايي، د لږ وخت بې صبرۍ ۲۸ کاله دواړه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې وې.
هغه له قومي مشرانو هم مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې روغه جوړه وکړه او پر هيوادوالو يې غږ وکړ چې د دا ډول پېښو پرمهال دې د دښمنو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې هڅې او جرګې وکړي.
د روغې جوړې دغه غونډه چې د حصارک ولسوالۍ د جوکان کلي په جامع جومات کې جوړه شوې وه، د حصارک ولسوالۍ د چارواکو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، دواړو کورنيو او د سيمې يو شمېر اوسېدونکو ګډون پکې کړی و.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن