خوست ښار (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د جنګ دواړو غاړو يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته په مساوي ډول حقوق ورکول کېږي او ترمنځ يې هيڅ توپير نه کېږي.
دا څرګندونې د ياد وزارت مرستيال مولوي عبدالحکيم حقاني نن (د مرغومي ۲۲مه) په خوست کې خبري کنفرانس ته وکړې.
مولوي عبدالحکيم حقاني وويل، د دوی هڅه دا ده چې رښتيني يتيمان او د شهيدانو وارثين تثبيت کړي، څو په وخت سره خپل حقوق ورته ورسوي.
نوموړي وويل چې د خوست په ګډون د هېواد په ډېرو ولايتونو کې په دې برخه کې کار روان دی او هغه کسان د دوی په لېستونو کې ځای پر ځای کېږي چې مستحق وي.
ده زياته کړه، د دوی په لېستونو کې هغه يتيمان او د هغوی وارثين هم شته چې پلرونو يې د تېر حکومت په نظامي ليکو کې د دوی پر وړاندې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې برخه کې له هیچا سره د مور او ميرې سلوک نه کېږي.
د نوموړي په وينا، هغه ملکي خلک چې تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو چاودنو له امله شهيدان شوي او يا د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې تلفات وراوښتي، دغه وزارت هغوی ته هم خپل حقوق او امتيازات ورکوي.
مرستيال وزير مولوي عبدالحکيم حقاني دغه راز وويل چې معلولينو، يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته لس ميليارده افغانۍ ځانګړې دي چې تر دې دمه يې ۱۵۰ زره معلولينو، ۸۰ زره کونډو او ۳۵۰ زره يتيمانو ته خپل حقوق رسولي.
بل پلو، د خوست د شهيدانو او معلولينو چارو رييس مولوي عبدالرحيم احسان بيا ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د يوې شفافې پروسې له لارې يې تردې دمه هغه دوه زره کسان له خپلو لېستونو لرې کړي، چې د حقوقو اخيستو مستحق نه وو.
هغه وويل، دا لړۍ همداسې جريان لري او ښايي نور هغه کسان چې مستحق نه دي، له ورته برخليک سره مخ شي.
Views: 267
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن