ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان ته: د نجونو زده‌کړو برخه کې اخیستل شوی ګام موقتي دی

مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان ته: د نجونو زده‌کړو برخه کې اخیستل شوی ګام موقتي دی

author avatar
13 Jan 2023 - 03:04
مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان ته: د نجونو زده‌کړو برخه کې اخیستل شوی ګام موقتي دی
author avatar
13 Jan 2023 - 03:04

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان اعلامیې په ځواب کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو په برخه کې موقتي ګام اخیستل شوی او د زمینې له برابرېدو سره به دا اندېښنه لرې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مرغومي په ۲۲مه د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه له اعلامیې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې، واقعاً هم نړۍوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

مجاهد ویلي، د نجونو زده‌کړو په اړه د دغه سازمان اندېښنې د درک وړ دي، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدېدو سره به دغه اندېښنه رفع شي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت له ټولو نړۍوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو له سازمانه غواړي چې له سرپرست حکومت سره له نږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هم

کاریو سازمان د افغانستان روان وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سازمان غړو هېوادونو د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وکړ او د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار پر بندیزونو یې ژوره اندېښنه وښوده.

د اسلامي همکاریو سازمان د دې غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوې چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او د هېواد په سولې، امنیت، ټولنیزې او اقتصادي پراختیا کې د ښځو پر رول باندې ټینګار شوی دی.

سرچینې زیاته کړې: «پر افغان اوسني چارواکو غږ کوو چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو برخه کې هڅې وکړي او هغوی ته دا زمینه برابره کړي چې په ټولو برخو او رشتو کې د افغانستان د خلکو له اړتیا سره سم برخه واخلي.»

[/restrict]

Views: 348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.