غزني ښار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): په غزني ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولینو نن د شهیدانو او معلولینو د حقوقو ورکړې او شفافیت په برخه کې د بایومټریک بهیر پیل کړ.
په غزني کې د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي محمدحنیف سیفالخالد د بایومټریک پروسې د پیل پرمهال رسنیو ته وویل، د وزارت په لارښوونه یې نن د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د هغوی د حقوقو پر وخت ورکړې او فساد مخنیوي په موخه د بایومټریک پروسه پیل کړه.
د نوموړي په خبره، له دې وړاندې له بېلابېلو ادارو څخه د ګډ جوړ شوي کمېسیون له لوري د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د اسنادو څېړنه هم ترسره شوې ده.
هغه زیاته کړه، د کال په لومړیو کې شاوخوا ۷۵۰۰ معلولینو او د شهیدانو وارثانو ته حقوق ورکړل شوي چې د میاشتې ۱۷۵۰۰ افغانۍ وې او پاتې نورو ته به هم د وزارت په لارښوونه حق ورکړل شي.
د غزني یو شمېر معلولینو او د شهيدانو كورنیو په دغه ولایت کې د بایومیټریک سیسټم له فعالېدو خوښي وښوده چې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره د حقوقو پر وخت ورکړې او شفافیت په موخه دا پروسه پیل شوې ده.
دوی وايي، د دغه سیسټم په فعالېدو سره به له یوې خوا د فساد مخه ونیول شې او له بلې خوا به د دوی کارونه پر وخت خلاصېږي.
د معلولینو له ډلې د عبدالولي او قدمشاه په نوم دوو کسانو - چې د تېرو جګړو پرمهال معلول شوي- پژواک خبري اژانس ته وویل، د حوالې د تأيید او نورو عادي کارونو لپاره په میاشتو میاشتو د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست دروازې شاته ولاړ وي.
دوی د کارونو له ځنډه شکایت کوي او وایي: «څو څو میاشتې کېږي دلته راځو، کله وایي کاغذونه مو ولایت ته یوسئ، کله وایي شهري مدیریت ته، کله یوه او کله بله اداره بهانه کوي.»
دوی ټينګار کوي چې حکومت دې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته لارښوونه وکړي څو د ټولو شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره ورکړل شوي حقوق او امتیازات پر وخت ورکړل شي.
په غزني کې د شهيدانو او معلولینو چارو مسوولینو په وینا، تر اوسه له دوی سره شاوخوا لس زره د شهيدانو وارثین او معلولين ثبت او راجستر دي چې په ولسوالیو کې هم د دوی ریاست له لوري د معلولينو او د شهيدانو وارثینو پېژندلو په موخه هڅې پیل کړې دي.
دوی وايي، ښايي د وخت په تېرېدو سره په یاد شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP