ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سکينه سهيل؛ هغه نجلۍ چې ۳ کاله یې زده‌کوونکو ته وړیا درس ورکړی

سکينه سهيل؛ هغه نجلۍ چې ۳ کاله یې زده‌کوونکو ته وړیا درس ورکړی

author avatar
15 Jan 2023 - 19:52
سکينه سهيل؛ هغه نجلۍ چې ۳ کاله یې زده‌کوونکو ته وړیا درس ورکړی
author avatar
15 Jan 2023 - 19:52

نیلي (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د نيلي ښار په يوه لرې څنډه کې يوه نجلۍ چې د ژوند کلونه يې د خپل کلي هلکانو او نجونو ته پر درس ورکولو تېر کړي، شاوخوا درې کاله یې په وړيا ډول زده‌کوونکو ته تدریس کړی دی.

دغه نجلۍ سکينه سهيل نومېږي او د دايکنډي ولايت مرکز نيلي ښار د خاک‌باد سيمې اوسېدونکې ده.

کله چې ښوونځي ته د تلو لپاره د ډېرو نجونو او هلکانو هیلې پر ناهیلۍ بدلې شوې، خو د هغې بخت یاري وکړه او د خپل کلي لومړنۍ نجلۍ په توګه یې ښوونځی پای ته ورساوه او د نورو لپاره د ژغورلو بېړۍ جوړه شوه.

سکينې سهيل پژواک اژانس ته وويل،‎ له سختو محروميتونو، محدوديتونو او ګڼو نورو ستونزو سره سره لومړنۍ کس وه چې ‎په خپل پلرني ټاټوبي (خاک‌باد) کې یي ښوونځی پای ته ورساوه.

هغه معارف ته د خدمت پرمهال د خپل ژوند لوړې ژورې کله ترخې او کله هم خوږې بولي او زياتوي، په ښوونځي کې زده‌کوونکو ته د درس ورکولو لپاره کافي ښوونکي نه وو او د ځايي خلکو په غوښتنه يې زده‌کوونکو ته د تدریس لپاره مټې بډ وهلې.

هغې زياته کړه چې درې کاله یې په وړیا توګه په «خاک‌باد» ښوونځي کې درس ورکړ او د زده‌کوونکو ظرفيت لوړونې لپاره يې ډېره هڅه وکړه.

نوموړې وویل، له ستونزو او ننګونو زغمولو وروسته د لوړو زده‎کړو لپاره کابل ته ولاړه او په دې موده کې دې پايلې ته ورسېده چې د خلکو ټولې ستونزې د بې‌سوادۍ او پوهاوي نشتوالي له امله دي.

هغې زیاته کړه: «د پوهنتون په څلور کلنه موده کې ښه متوجه شوم چې ماشومانو ته په کورنۍ او ښوونځي کې پاملرنه نه کېږي، له همدې امله مې له ځانه سره وویل چې لاړه شم او داسي کار وکړم چې زده‌کوونکي د ښوونځي په دوره کې یو څه زده کړي، ځکه د هغوی شخصیت د ښوونځي په دوره جوړېږي.»

د هغې په خبره، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د رياضي له څانګې تر فراغت وروسته یې په رسمي ډول د ښوونکې دنده پیل کړه، څو له خپلې ترلاسه کړې پوهې نورو ته یو څه ور زده کړي.

سهيل چې اوس د «خاک‌باد» نجونو لېسې مديره ده وايي، د ژوند ۸ کلونه يې د زده‎کوونکو د روزنې او مدیریت برخو کې تېر کړي دي.

هغه څرګندوي، هڅې يې د دې لامل شوې چې شاګردان یې د هېواد غوره پوهنتونونو ته لار پیدا کړي.

نوموړې زياته کړه چې په دې موده کې يې ډېرې سختۍ ګاللې دي؛ خو زده‌کوونکو ته له خدمت او درس ورکولو سره لیوالتیا، د هغې د دندې د پاېښت یوازینی لامل و.

هغې وويل: «زموږ په ځاى کې مسلکي ښوونکي نشته او زه خپله لېواله شوم چې هلکانو او نجونو ته درس ورکړم او خپلو خلکو ته د خدمت مصدر شم.»

له زده‌کونکو سره ۸ کاله کار له هغې یوه تجربه لرونکې ښوونکې جوړه کړې ده.

هغه ټینګار کوي، په خپل ټول توان سره یې هڅه کړې چې زده‌کوونکي یې د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه بېلګه وي؛ ځکه چې د دې په وینا، ماشومتوب او ځواني په ښوونځي کې تېرېږي او د انسان شخصیت باید له پیله په سمه توګه جوړ شي.

سهیل زیاته کړه: «که موږ په ښوونځي کې پاملرنه ونه کړو نو کله چې پوهنتون ته داخلېږو، هماغسې چې راغلي یو هماغه ډول پاتې کېږو، د درس وېلو لپاره هېڅ انګېزه نه پیدا کېږي.»

دغه زیارکښه ښوونکې وايي، اوس زده‌کوونکو ته د انګېزه ورکونې لپاره ډېره هڅه کوي او په وینا یې، د ښې زده‌کړې لپاره لومړی انګېزه ورکول مهم دي.

نوموړې له حکومته هم غواړي چې لوستو کسانو ته د کارموندنې په برخه کې پاملرنه وکړي.

لکه څنګه چې د هغې هیله بښوونکې خبرې پای ته رسېدې، له ټولو خلکو یې وغوښتل چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې برخه کې هڅه وکړي او په دغه لار کې یوه شېبه ناغېړي ونه کړي.

Visits: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.