ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې ریاست: سړې هوا فراه کې کروندګرو ته شاوخوا درې‌نیم میلیون ډالر زیان اړولی

د کرنې ریاست: سړې هوا فراه کې کروندګرو ته شاوخوا درې‌نیم میلیون ډالر زیان اړولی

author avatar
16 Jan 2023 - 13:22
د کرنې ریاست: سړې هوا فراه کې کروندګرو ته شاوخوا درې‌نیم میلیون ډالر زیان اړولی
author avatar
16 Jan 2023 - 13:22

فراه (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره شنې خونې یخ وهلې او د معلوماتو له مخې یې، بزګرانو ته تر درې‌نیم میلیون امریکايي ډالرو زيان اوښتی دی.

د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست د احصايې او ارقامو امر مولوي نورالدین انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په فراه کې د شنو خونو له محصولاتو ټول ۱۰۱ میلیون ډالر عاید ترلاسه شوي وو.

دی وايي: «په وروستیو کې فراه کې هوا ډېره سړه شوې، زموږ د معلوماتو له مخې، د شنو خونو ټول حاصلات یخ وهلي او خلکو ته له درې نیم میلیون ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.»

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې په شنو خونو کې ۱۴۹ زره ۵۰۰ کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کارونو بوخت دي.

بلخوا، خلک هم شکایت کوي او وايي چې د وروستۍ یخنۍ له امله يې د شنو خونو کښتونه خراب شوي دي.

د دغه ولایت د مرکز اړوند ريګي سیمې اوسېدونکي همایون پژواک ته وویل، په وروستیو څو ورځو کې په فراه کې هوا ډېره سړه شوې او د خلکو کښتونه يې خراب کړي دي.

هغه زیاته کړه: «۱۶ شنې خونې لرم خو وروستیو ورځو کې د هوا سړېدو له امله ټول حاصلات خراب شوي دي.»

د نوموړي په خبره، پر یادو شنو خونو يې د تخمونو او پلاستیک له درکه ۹ میلیون افغانۍ لګولې دي.

د احمدشاه په نوم یو بل کس هم وايي، فراه تود ولایت دی، شنو خونو په کې ښه نتیجه ورکړې، خو سږ هوا ډېره سړه ده او د خلکو کښتونه یې خراب کړي دي.

هغه وویل، پنځه شنې خونې لري او په ټولو کې يې رومیان کرلي خو د هوا په سړېدو سره يې ټول بوټي یخ وهلي او له حاصله لوېدلي دي.

نوموړی وايي، حکومت دې له بزګرو سره د یادو زیانونو په جبران کې مرسته وکړي.

د فراه د کرنې ریاست معلوماتو له مخې، سږ په دغه ولایت کې پر درې نیم زره جریب ځمکه شنې خونې جوړې شوې چې حاصلات يې پر فراه سربېره شاوخوا ولایتونو ته هم صادرېږي.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.