کابل (پژواک، ۲۶ مرغومي ۱۴۰۱): د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د «کفايت سنټر» په يوه اپارتمان کې د ګازډبې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د کفایت سنټر یوه اوسېدونکي محمدرفیع پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ شاوخوا یوه بجه د دغه سنټر د نهم پوړ په یوه کور کې ګازډبه چاودلې چې ډېر زیان یې اړولی دی.
هغه وویل چې په دې پېښه کې د یاد کور پنځه کسان ټپیان شوي او د یوه روغتیایي حالت نازک دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ هم پژواک ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د کفايت سنټر په يوه کور کې د ګاز ډبې چاودنه کړې ده.
خو هغه زياتوي: «لا څېړنه روانه ده، نهايي شوې نه ده، په دې اړه زموږ د پوليسو او استخباراتو د بررسۍ ټيمونو څېړنې روانې دي، يو طرف ته چې ګورو تخریب لږ زیات شوی او بل طرف ته چې ګورو، د ګاز ډبې چاودنه کړې ده.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP