ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستي اورښتونه؛ تخار کې کروندګر د راتلونکي کال حاصلاتو ته هیله‌‎مندي څرګندوي

وروستي اورښتونه؛ تخار کې کروندګر د راتلونکي کال حاصلاتو ته هیله‌‎مندي څرګندوي

author avatar
16 Jan 2023 - 19:56
وروستي اورښتونه؛ تخار کې کروندګر د راتلونکي کال حاصلاتو ته هیله‌‎مندي څرګندوي
author avatar
16 Jan 2023 - 19:56

تالقان (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیله‌من دي.

د هغوی په خبره، وروستۍ واورې د کرنیزو ځمکو طبیعي افتونو د له منځه وړو لامل کېږي او په دې سره یې ښايي د راتلونکي کال حاصلاتو کې ښه والی راشي.

د تخار کروندګر شریف‌خان وایي: «سږ کال وچکالي وه، له ځمکو مو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، اوس چې د ډېر اورښت شاهدان یو، هیله‌من یو چې راتلونکی کال له ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړو.»

هغه  زیاتوي چې وروستۍ واوره د برکت ډېرېدو ترڅنګ د دې لامل هم کيږي چې د ځمکو طبیعي افتونه له منځه یوسي او کروندګر ښه حاصل واخلي.

د تخار یو بل کروندګر حاجي‌ګل وایي: «څو کاله کېږي چې د وچکالۍ له امله سم حاصلات نه دي اخیستي، خو اوس خوښ دی، له اوسنۍ واورې سره به یې د راتلونکي کال حاصلات ښه وي.»

د کرنیزو چارو کارپوه محمدنعیم وایي، که څه هم دغه بې مخینې واوره او سړه هوا د اړمنو کورنیو د اندېښنې لامل شوې، خو له بلې خوا بزګرو او کرنیزو ځمکو ته ګټه رسوي.

د هغه په خبره، وروستۍ واورې د دغه ولایت په بازارونو کې د غلو په بیو کې ۳۰ سلنه  کموالی راغلی  او د طبیعي افتونو په له منځه وړو کې رول لري.

په ورته مهال، د تخار د کرنې رییس مولوي رحیم‌الله احدي پژواک ته وویل، په تېرو کلونو کې د وروستیو وچکالیو په  نتیجه کې د یاد ولایت ډېری کروندګر په للمي کښتونو کې زیان لیدلی  او هيڅ ډول حاصلات یې نه درلودل، خو اوس د ډېرې واورې ورېدو شاهدان دي، هیله‌من دي څو ّه راتلونکي کال کې ښه حاصلات ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، وروستۍ واورې د کرنیزو ځمکو د طبیعي افتونو د له منځه وړو او د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره  اغېزناکې واقع کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو له کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي چې اویا سلنه خلک یې د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.