Language

فاریاب کې د سختې یخنۍ له امله درې کسان مړه او سلګونه څاروي تلف شوي دي

میمنه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ډېرې سړې هوا له امله درې کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر څاروي تلف شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی شمس‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو واورو ورېدو او د منفي ۲۲ سانتي ګراد درجې یخې هوا له امله، په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې له خپل یوه ماشوم سره او په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوه سړي ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د ښځې او د هغې د ماشوم د مړینې څرنګوالي په اړه ډېر جزیات ور نه کړل، خو د سړي د مړینې په اړه یې وویل چې د یکشنبې په ورځ یو قبرکیندونکی سیدحسن - چې د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکی دی - د یوه قبر پر کیندلو بوخت و چې د ډېرې سړې هوا له امله ومړ.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې ۹۱۰ پسونه په قیصار، چهل‌ګزي، المار، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د سختې سړې هوا له امله تلف شوي دي.

login or register a new account.