جلالاباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار له محبس څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي ۶۶ کسان ازاد شول چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه بندیان نن (د مرغومي ۲۹مه)، د ننګرهار محبس کې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو پرمهال ازاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د ننګرهار ولايت د استیناف محکمې رييس شېخ محمدګلاب فاروقي د دغو بنديانو د خلاصون په تړاو وويل چې يادو کسانو ته امیر المؤمنین د فرمان پر اساس بښنه وشوه او له بنده ازاد شول.
دی وايي، په دغه فرمان کې ټول هغه بنديان شاملېدلی شي چې جرمونه يې کم وي او يا ورته مقابل لوري بښنه کړې وي.
د نوموړي په وینا، د دغه فرمان تطبيق لپاره د ننګرهار ولايت استیناف محکمې، استخباراتو رياست او د محبس مسوولينو یو ګډ کمېسیون جوړ او هغه يې تطبيق کړ.
د ننګرهار محبس مسوول مولوي بلال شاهين وويل، د تازه ازاد شوو بنديانو شمېر ۶۶ کسانو ته رسېږي چې له ډلې يې پنځه ښځې او ۱۱ ماشومان دي.
د شيرعلي په نوم له بنده ازاد شوي یوه کس پژواک ته وويل، په زندان کې ورسره ډېر ښه چلند کېده او حتی د زدهکړو زمينه هم ورته برابره شوې وه.
هغه زياته کړه، له دې وروسته به هڅه وکړي چې د قانون په چوکاټ کې ژوند تېر کړي او بيا داسې ناقانونه کړنه ونه کړي چې سر يې تر زندانه ورسېږي.
د يادونې ده، د ننګرهار محبس ته د حکومت مشرتابه له خوا د لېږل شوي فرمان پربنسټ، د ټولو بنديانو د دوسيو ارزونې لړۍ هم پيل شوې چې د مسوولينو په وينا، تر يوې نيمې مياشتې به بشپړه شي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن