ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 ډېرو دولتي روغتونونو کې په وړیا ډول د بېلابېلو معاینو ترسره کولو کچه لوړه شوې ده

 ډېرو دولتي روغتونونو کې په وړیا ډول د بېلابېلو معاینو ترسره کولو کچه لوړه شوې ده

author avatar
19 Jan 2023 - 16:11
 ډېرو دولتي روغتونونو کې په وړیا ډول د بېلابېلو معاینو ترسره کولو کچه لوړه شوې ده
author avatar
19 Jan 2023 - 16:11

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): خلک د کابل انتاني او اتاترک روغتونونو له چوپړ څخه خوښ دي چې ناروغانو ته یې د وړیا معاینو او درملو زمینه برابرې کړې ده؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس له ځینو پرته په ټولو دولتي روغتونونو کې همدا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل، له شاوخوا یوه کال راهیسې د بېلابېلو موسسو په مرسته په کابل ښار کې له ستوماتولوژي روغتون پرته په ټولو ۲۱ تخصصي روغتونونو کې ناروغانو ته ډول ډول معاینات وړیا تر سره کېږي او وړیا درمل هم ورکول کېږي.

ده وویل چې اوس د ولایتونو په تخصصي روغتونو کې هم دغه وړیا خدمات ترسره کېږي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په نورو دولتي روغتونونو لکه وزیرمحمداکبرخان کې هم دغه ډول وړیا خدمات شته او که نه؟ وایي: «هو اوس ټول سیستم همداسې شوی، موږ چې کله له موسساتو سره مجلس کوو یو شرط مو همدا دی چې معاینات او درمل به په وړیا توګه د روغتون دننه وي.»

پژواک اژانس د کابل په دوو روغتونونو (انتاني او اتاترک) کې په دې تړاو د ناروغانو له پایوزانو او ډاکټرانو سره خبرې کړې دي.

معاینات

د راپورونو له مخې، د روان کال د تلې میاشتې په ۲۶مه، د کابل انتاني روغتون کې د روغتیا نړۍوال سازمان په همکارۍ عاجله څانګه او لابراتوار د ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو او په دغه لابراتوار کې ۱۷ ډوله ناروغۍ تشخیص  کېږي.

د کابل انتاني روغتون ټرینر متخصص احسان‌الله حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له شاوخوا څلور نیمو میاشتو راهیسې د روغتیا نړۍوال سازمان په مرسته په دغه روغتون کې سي‌بي‌ایس، پي‌سي‌ار، تور او سپین زېړي، د ځیګر مختلف معاینات (Electrolyte)، کانګو، ډینګو او ځینو نورو هغو ناروغیو د تشخیص امکانات برابر شوي چې مخکې به خلکو په شخصی لګښت او لوړه بیه په شخصي لابراتوارونو کې کول.

د هغه په وینا، په خصوصي لابراتوارونو کې پي‌سي‌ار معاینه په ۳۰۰۰ افغانۍ، د سي‌بي‌ایس معاینه په ۳۰۰ افغانۍ، د کانګو او ډینګو په ۸۰۰ افغانۍ او د ځیګر ځیني معاینات په ۶۰۰ افغانۍ ترسره کېږي.

خو نوموړی زیاتوي چې اوس په انتاني روغتون کې د سي‌بي‌ایس معاینې۲۰ افغانۍ، د پي‌سي‌آر ۱۰۰ افغانۍ، د کانګو او ډینګو ۵۰ افغانۍ او د ځیګر د ځینو معایناتو یوازې ۳۰ افغانۍ فیس اخیستل کېږي.

د انتاني روغتون د بېړنۍ څانګې یوه ډاکټره زینب فیضي هم وایي چې پخوا په دغه روغتون کې د درملنې او معاینې له ۴۰ تر ۵۰ سلنې امکانات مود وو، خو اوس دغه امکانات هم د معایناتو او هم د وړیا درملو په برخه کې تر ۱۰۰ سلنې رسېدلي دي.

هغه وایي، دغه وړتیاوې د روغتیا نړۍوالې ادارې (WHO) په مرسته لوړې شوې دي.

د یوه ناروغ پایواز رمضان وایي، له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې یې په انتاني روغتون کې ناروغ بستر دی او تر اوسه چې کومو تشخیصیه معایناتو ته اړتیا شوې، په دغه روغتون کې ورته وړیا ترسره شوي دي.

د یوه بل ناروغ پایواز ذبیح‌الله هم وایي، پنځه ورځې کېږي په دغه روغتون کې یې خپل ناروغ بستر کړی او تر اوسه ۱۵ ډوله معایناتو ته اړتیا شوې او ټول په وړیا توګه په همدغه روغتون کې ترسره شوي دي.

د کابل اتاترک روغتون فارمسست او عمومي کنټرولرعبدالعلیم ادیب کریمي هم وایي چې یو کال مخکې په دغه روغتون کې یوازې سي‌بي‌سي (CBC)، د ځیګر مختلف معاینات (Electrolyte) او د غایطه موادو معاینات ترسره کېدل او له هغې پرته د نورو معایناتو لپاره ناروغان شخصي لابراتوارونو ته تلل.

خو هغه زیاتوي چې له یو کال راهېسې په دغه روغتون کې اوس ډېری معاینات وړیا ته ترسره کېږي.

نوموړی وایي، اوسمهال د اتاترک روغتون په لابراتوار کې د اېچ‌بي‌ایس (HBs)، ایچ‌سي‌وي (HCV)، ایچ‌ای‌وي (HIV)، ډي‌ال‌سي (DLC) او سي‌ارپي (CRP) په ګډون شاوخوا ۵۰ نور بېلابېل ډوله معاینات ته ترسره کېږي.

کریمي وایي چې دغه معاینات ټولو ناروغانو ته په وړیا ډول ترسره کېږي.

یوه مور چې خپل ماشوم یې اتاترک روغتون ته د درملنې لپاره راوستی، د دغه روغتون له چوپړه خوښه ده، وایي چې په دغه روغتون کې په خپل وخت د ناروغ پوښتنه کېږي، دوسیې یې کتل کېږي او ماشوم ته شېدې هم ورکول کېږي.

هغې وویل، په دغه روغتون کې د ناروغانو معاینات په وړیا ډول ترسره کېږي، خو کله، کله چې ځیني معاینات نه وي هغه بیا په شخصي لابراتوارونو کې ترسره کوي.

په اتاترک روغتون کې د یوه بل ناروغ پایواز محمدعطایي بیا وایي، په دغه روغتون کې یې زوی بستر دی او ده د ډاکټرانو په خبره  د خپل زوی اته تر نهو معاینې له روغتونه بهر ترسره کړي دي.

درمل

د کابل انتاني روغتون ټرینر متخصص احسان‌الله حکیمي وایي، اوس په دغه روغتون کې ناروغانو ته داسې درمل هم ورکول کېږي چې پخوا به یې په بازار کې پېرل.

ده د بېلګې په توګه وویل چې د زیړي یو ډول شپږ میاشتنۍ اوس په دغه روغتون کې میاشت په میاشت ناروغانو ته وړیا ورکول کېږي.

په دغه روغتون کې د یوه ناروغ پایواز رمضان هم وایي چې له څو ورځو راهېسې یې په دغه روغتون کې ناروغ بستر دی او درمل هم د دغه روغتون له خوا وړیا ورکول کېږي.

په انتاني روغتون کې د یوه ناروغ پایواز ذبیح‌الله هم وایي، تر اوسه یې له روغتونه بهر هیڅ درمل نه دي اخېستې او کومو درملو ته چې اړتیا شوې نو روغتون په وړیا توګه ورکړي دي.

د اتاترک روغتون د فارمسي مسوول آرش احمدي هم وایي، د دغه روغتون په فارمسي څانګه کې شاوخوا ۱۴۰ قلمه درمل شته چې بستر شوو او سراپا ناروغانو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

په دغه روغتون کې د یوه ناروغ پایواز محمد عطایي وایي، تر ډېره ناروغانو ته درمل وړیا ورکول کېږي، خو کله کله چې ځیني درمل نه وي، د ناروغانو پایوازان یې په شخصي درملتونونو کې پېري.

په اتاترک روغتون کې هم د یوه ماشوم پایواز وایي، ناروغانو ته وړیا درمل ورکول کېږي خو کله کله چې ځیني درمل په دغه روغتون کې نه وي، بیا یې دوی له شخصي روغتونونو راوړي.

د اتاترک روغتون د فارمسي مسوول احمدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځیني ناروغان له روغتون څخه بهر درمل اخلي وایي، پخوا دغه روغتون ته تر ۲۵۰ کسانو مراجعه کوله، خو دا چې ناروغانو ته اوس وړیا درمل ورکول کېږی په ورځ کې تر ۸۰۰ کسان ورته مراجعه کوي.

احمدي وایي، دوی د بستر ناروغانو ته د درملو په رسولو کې هیڅ ډول ستونزه نه لري، خو د سراپا ناروغانو ډېر شمېر ته په پام ځینې ستونزې شته، نړۍوالې موسسې باید له روغتونونو سره د درملو په برخه کې ډېره مرسته وکړي، څو د دغو درملو د وېش لړۍ روانه وساتل شي او ټولو ناروغانو ته ورسي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.