ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون له تېر یوه کال راهیسې غیرفعال دی

پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون له تېر یوه کال راهیسې غیرفعال دی

author avatar
19 Jan 2023 - 11:59
پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون له تېر یوه کال راهیسې غیرفعال دی
author avatar
19 Jan 2023 - 11:59

ګردېز (پژواک، ٢٩ مرغومى ١۴٠١): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د روږدو د درملنې روغتون له تېر يوه کال راهيسې غيرفعال دى چې حکومت يې باید بېرته فعال کړي.

دوى وايي، ياد روغتون په تېرو ١٥ کلونو کې خلکو ته معياري خدمات وړاندې کړي خو له تېر يوه کال راهيسې غيرفعال شوی دى.

د پکتيا اوسېدونکي روزي خان – چې په ياد روغتون کې يې د خپل معتاد زوى درملنه کړې ده- پژواک خبري اژانس ته وويل: «دغه روغتون په تېرو کلونو کې ډېر ښه فعاليت درلوده او د سلګونو معتادو کسانو درملنه يې کړې، خو اوس چې خبرېږو دغه روغتون خپل کارونه په ټپه درولي دي.»

هغه وايي چې درې کاله وړاندې د زوى درملنه یې په یاد روغتون کې شوې او اوس يې زوى د يوه نورمال انسان په توګه خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيايي.

دغه‌راز، په پکتيا کې مدني فعال نصير ځلاند پژواک اژانس ته وويل چې حکومت بايد پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنې ځانګړى ٢٠ بستريز روغتون (ودان) بېرته فعال کړي.

دى وايي، ودان روغتون په تېرو ١٥ کلونو کې خلکو ته معياري او مناسب خدمات وړاندې کړي دي.

خو بل لورته، حکومتي مسوولين بيا د ياد روغتون د بېرته فعالولو ډاډ ورکوي.

د پکتيا د اقتصاد رييس محمدانور راشد پژواک ته وويل: «تېر کال کې د دغه روغتون د اکمال چارې يوې انجیو ته ورکړل شوې چې د لږې مودې لپاره يې خدمات وړاندې کړل.»

نوموړى وايي، په پکتيا کې له فعالو انجيوګانو او موسسو سره د یاد روغتون د بيا فعالولو په اړه خبرې کړې دي او هغوی ورته په دغه برخه کې ډاډ ورکړى دى.

هغه وويل، یاد روغتون پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ډېر مهم ځاى دى چې بيا فعالول يې د دوى له لومړيتوبونو څخه دى.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي مسوولينو په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د راټولولو او درملنې خبر ورکړى دى.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.