لښکرګاه (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د درې ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.

دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند په بولان سیمه کې جوړه شوې چې د پرانیستې په مراسمو کې یې یو شمېر چارواکو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.

د دې فابریکې مسوول حاجي رحمتالله نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنبې د تولید دغه فابریکه یې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه، د اتو میاشتو په موده کې جوړه کړې چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته په کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه فابریکه په ساعت کې د ۳ ټنه دانهدارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ټولنې مشر غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

دی زیاتوي، اوسمهال په دغه ولایت شاوخوا ۴۱ فابریکې فعاله شوي چې ۳۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده .

د هلمند مرستیال والي مولوي عبدالرحمن کندوزي د یادې فابریکې په پرانیستلو خوښي وښودله او ویې ویل، اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی، «اسلامي امارت» هڅه کوي سوداګرو او پانګهوالو ته د صنعت په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هلمند اوسېدونکي هم د دغه ډول فابریکو جوړول مهمه اړتیا بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي محمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی چې د هېواد په کچه یې د پنبې حاصلات ښه شهرت لري.

دی وايي، پخوا به د پنبې حاصلات د پروسس لپاره ګاونډیو هېوادونو ته وړل کېدل خو اوس هم دلته په هېواد کې دننه پروسس کېږي .

هغه زیاته کړه، د فابریکو له جوړېدو سره به پانګهوال ګټه ترلاسه کړي او بېروزګاره خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

په فابریکه کې پر کار بوخت کسان خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د سیفالله په نوم د یادې فابریکې یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې بېکاره و خو اوس دلته پر کار شوی او خوشحاله دی چې کورنۍ ته حلاله نفقه پيدا کوي.

همدارنګه د یادې فابریکي یو بل کارګر نورعلي هم د دغه ډول فابریکو جوړېدل نیک اقدام بولي او زیاتوي چې د فابریکو له ډېرېدو سره د پخوا په پرتله د بېروزګاره کسانو شمېر یو څه کم شوی دی.

دا په هلمند کې د پنبې د پروسس ۴۱مه فابریکه ده چې فعالیت پیلوي.