ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې شاوخوا ۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې ده

سرپل کې شاوخوا ۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې ده

author avatar
21 Jan 2023 - 14:58
سرپل کې شاوخوا ۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې ده
author avatar
21 Jan 2023 - 14:58

سرپل (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): په سرپل کې د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.

په سرپل کې د غصب شوو دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس قاري عبدالقادر وحدت نن (شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دې کمېټې په سرپل ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې خپل کارونه پیل کړي او تر اوسه یې شاوخوا لس زره جریب ځمکه یې راګرځولې ده.

هغه زیاته کړه، راګرځول شوې ځمکې د کرنې ریاست اړوندې وې چې په تېرو کلونو کې د ځينو خلکو له خوا غصب شوې وې.

نوموړي همداراز وویل، د یاد ولایت مرکز اړوند پشت‌قره سیمه کې شاوخوا ۸۴ زره جریب نوره ځمکه چې ګومان کېږي دولتي وي تر څېړنې لاندې نیول شوې او که ملکیت یې ثابت شي، نو را وبه ګرځول شي.

هغه زیاته کړه چې په سرپل ولایت کې د غصب شوو ځمکو پېژندلو او بېرته راګرځولو لړلۍ روانه ده.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.