ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرداري: د افغانستان خاوره کې له عملیاتو سره لېوالتیا نه لرو

زرداري: د افغانستان خاوره کې له عملیاتو سره لېوالتیا نه لرو

author avatar
21 Jan 2023 - 01:11
زرداري: د افغانستان خاوره کې له عملیاتو سره لېوالتیا نه لرو
author avatar
21 Jan 2023 - 01:11

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دوی لېواله نه دي چې له خپلو پولو بهر پوځي عملیات ترسره کړي.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، بلاول بوټو دا څرګندونې د سویس په داووس ښار کې د نړۍوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې له انادولو اژانس سره په یوه مرکه کې کړې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو د وسله‌والو بریدونو زیاتوالي پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی دی.

پاکستان وایي، د دوی پر ضد دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې تنظیمېږي او په دغه هېواد کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د پټن‌ځایونو په نښه کولو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله له ایکسپریس ټریبېون سره په مرکه کې‌ ويلي وو: «د هغو کسانو پرضد په افغانستان کې ګام اخیستل کېدای شي‌‌ چې پر پاکستان بریدونه کوي.»

هغه زیاته کړې وه، لومړی به په افغانستان کې د «طالبانو» له حکومته د دغې ډلې د کسانو د ورسپارلو غوښتنه وکړي‌،‌ خو په ټکو یې که چېرې ور ونه سپارل شي،‌ په نښه کولای یې شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، دوی له پولو بهر جګړې سره لېوالتیا نه لري.

نوموړی وایي: «سربېره پر دې چې له داسې عملیاتو سره لېوالتیا نه لرو، دا هم نه غواړو هغه څه مو چې مخکې لیدلي یعنې له یوې اوږدې جګړې وروسته له بلې پوځي مداخلې دفاع وکړو.»

بلاول بوټو دا هم وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د «ترهګرو ډلو» هر ډول فعالیت بند کړي او له هغوی سره په هره کچه د کېدونکي ملاتړ مخه ونیسي.

نوموړي وویل، غوره لار دا ده چې په افغانستان کې اوسنی چارسمبالی حکومت د دې ډلې پرضد خپله ګام واخلي: «که د دوی په هېواد کې دا ډول ډلې وي باید مخه یې ونیسي، موږ هم تیار یو چې له دوی سره د ظرفیت لوړونې او ځواکمنتیا په برخو کې مرسته وکړو، څو دغه ګواښونه له منځه یوسي.»

د افغانستان سرپرست حکومت پخپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو شتون او فعالیتونه رد کړي دي.

[/restrict]

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.