Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«اسلامي امارت» سویډن کې قران‌کریم ته شوې بې‌حرمتي وغندله

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قران‌کریم سوځول او بې‌حرمتي په سختو ټکو غندلي او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته یې سزا ورکړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ په سویډن کې د ترکیې ضد لاریونونه شوي او په ترڅ کې یې د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران‌کریم نسخې سوځولې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت په سویډن کې د قران‌کریم سوځول او بې‌حرمتي په سختو ټکو غندي.

بهرنیو چارو وزارت د سویډن پر حکومت غږ کړی چې د قران‌کریم د سوځونې عامل مجازات کړي او د بیا لپاره دغه ډول اشخاصو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د بیان ازادۍ تر چتر لاندې د اسلام ضد عمل ته - چې مسلمانان پکې په نښه او مقدساتو ته سپکاوی وشي - اجازه ورکول د منلو وړ نه دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.