[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټيلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ترهګرۍ ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
چینایي رسنیو د سلواغې په ۲مه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو نوي وزیر قېن ګانګ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې اړیکه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او ادارو خونديتوب ته ارزښت او اهمیت ورکوي او له خپل افغان سیال یې غوښتي چې د دوی امنیت ته پاملرنه ډېره کړي.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین حکومت او ولس ته د دوی د نوي کال پیلېدو له امله مبارکي ویلې ده.
د یادونې ده، د جنورۍ په ۲۲مه د یکشنبې په ورځ په چین کې نوی کال او پسرلی پیلېږي.
متقي په دې ټیلېفوني اړیکه کې خپل چینایي سیال ته په ډاګه کړې چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وکاروي.
هغه ویلي، دوی دغه راز چا ته د دې اجازه هم نه ورکوي چې د افغانستان او چین اړیکې او په افغانستان کې د چین ګټې سبوتاژ کړي.
امیر خان متقي زیاته کړې، هېواد یې د هر ډول ترهګرۍ پر ضد پرېکنده اقدامات او په افغانستان کې د چینایي وګړو او ادارو د امنیت لپاره جدي اقدامات کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو او ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
قېن ګانګ ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې هیڅ ډول مداخله نه کوي او نه هم په افغانستان کې د خپل نفوذ پراختیا غواړي.
د هغه په وینا، چین د افغانستان د سرپرست حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي هلته یو پراخ بنسټه سیاسي جوړښت رامنځته کړي چې له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، له خپلو ګاونډیانو او نورو هېوادونو سره اړیکې ولري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې په دې سخت وخت کې به له افغانانو سره نورې مرستې هم وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP