ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سیند ته د څېرمه سیمو اوسېدونکي له حکومته د استنادي دېوالونو غوښتنه کوي

ننګرهار کې سیند ته د څېرمه سیمو اوسېدونکي له حکومته د استنادي دېوالونو غوښتنه کوي

author avatar
22 Jan 2023 - 15:47
ننګرهار کې سیند ته د څېرمه سیمو اوسېدونکي له حکومته د استنادي دېوالونو غوښتنه کوي
author avatar
22 Jan 2023 - 15:47

جلال‌اباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د یو شمېر هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې کورونه او کرنیزې ځمکې یې کونړ سیند او خوړونو ته نږدې دي، له حکومته د استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کوي.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغې ستونزې حل لپاره د سینديزې حوزې او د کليو بيارغونې او پراختيا رياستونو له خوا په ګډه کارونه پیل شوي دي.

د کونړ سیند ته څېرمه ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال په دغه سیند کې د اوبو ډېرېدو او استنادي دېوالونو نشتوالي له امله د سیند اوبه کرنیزې ځمکې یې تخریبوي.

د کامې ولسوالۍ د زاخېلو سیمه چې کونړ سیند ته نږدې ده، یو اوسېدونکی یې شاه‌ولي له حکومته د سیند غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړولو غوښتنه کوي.

هغه پژواک ته وويل: «زموږ کورونه او ځمکې د کونړ سیند ته نږدې دي، هر کال زمونږ کورونه او کرنیزې ځمکې سېلابونه وړي، له حکومته غواړو چې د دې دواړو غاړو ته دې استنادي دېوالونه جوړ کړي څو خلک له دې ستونزې خلاص شي.»

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو سيمې يو اوسېدونکى غلام صدیق وايي، د سېلابونو په راوتلو سره د سیمې خلک وېرېږي چې كورونه او ځمكې به يې يوسي او په خبره يې، تر دې دمه د دوى ډېرې ځمكې سېلابونو لاندې کړې دي.

د ننګرهار د ځینو نورو ولسواليو اوسېدونکي چې کورونه او ځمکې يې د خوړونو ترڅنګ دي هم له ورته ستونزو شکایت لري.

د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ د فتح‌اباد سيمې يو اوسېدونکی محمد قاسم وايي، هر کال په پسرلي موسم کې چې کله د سپين‌غره واورې ويلې شي، په خوږياڼو خوړ کې اوبه راځي او د دوی ځمکې ویجاړوي.

هغه وايي، دغه‌راز د شديدو اورښتونو پر مهال هم د دغه خوړ غاړو ته پرتې سيمې ویجاړېږي.

نوموړي زياته کړه چې د خوږياڼو خوړ هر کال سلګونه جريب ځمکه ويجاړوي.

همداراز د کوټ ولسوالۍ د حيدرخېلو سيمې يو اوسېدونکی سعيد خان وايي، د دوی په سيمه کې خوړ نه يوازې دا چې د خلکو ځمکې تخریب کړې دي، بلکې سړک یې هم ویجاړ کړی دی.

د روان کال په غبرګولي او زمري مياشتو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ننګرهار کې زرګونه جریب ځمکه او شاخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي وو.

د ننګرهار د سیندیزې حوزې ریاست مرستیال مولوي محمد صادق هاشمي وایي، په یو شمېر هغو سیمو کې یې د استنادي دېوالونو جوړولو چارې یې پیل کړې چې د تخریب ویره یې ډېره وه.

خو هغه ټینګار کوي، لومړیتوب هغو سیمو ته ورکول کېږي چې اوس له ګواښ سره مخ دي.

هاشمی زیاتوي: «د سیندیزې حوزې له لوري د ننګرهار په مسلم اباد سیمه کې د یوې مرستندویه ادارې په همکارۍ د کونړ سیند غاړې ته ۱۵۰۰ متره استنادي دیوال جوړ شوی او پلان هم لرو چې په ټولو هغه سیمو کې استنادي دېوالونه جوړ شي چې اوس له تهدید سره مخ دي. »

د يادونې ده، که د کونړ سیند د دواړو غاړو استحکام په برخه کې د استنادي دېوالونو پروژې پلې او اوبه یې مهار شي، نو زرګونه هکتاره ځمکه او د استوګنې کورونه به د سېلابونو او د اوبو پورته کېدو له ګواښه وژغول شي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.