تالقان (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): خدیجه هغه بوډۍ چې خاوند یې د وروستیو جګړو له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، اوس خپل معلول خاوند په وېلچیر کې د تالقان ښار پر سړکونو ګرځوي او یوې مړۍ ډوډۍ موندلو پسې سرګردانه ده.
هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اړو کورنیو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.
په تخار کې د یوې سړې ورځې مازیګر دی، خدیجه چې خاوند یې دواړه پښې د وروستیو جګړو له امله له لاسه ورکړې، د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په لټه کې ده څو د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د خپلو اولادونو او معلول خاوند نسونه ماړه کړي؛ خو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول ورته له ډېرو ستونزو سره مله وي.
خدیجې له خپل یوه کوچني ماشوم سره، خپل معلول خاوند په وېلچر (بایسکل) سپور کړی او له سهاره تر ماښامه د تالقان ښار په سړکونو او کوڅو کې ګرځي، څو په دې سړه هوا کې وږي پاتې نه شي.
هغې له پژواک سره په خبرو کې وويل: «خاوند مې چې ملکي کس و، د وروستيو جګړو له امله پر دواړو پښو ټپي شو او معيوب دی، اوس مې ژوند له ستونزو سره مخ دی، څو د دی لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، هوا ډېره سړه ده او زه مجبوره یم چې د دغو ټولو سختو په زغملو سره د خپلو پنځو اولادونو چې ټول یې نجونې دي او یو معیوب خاوند نسونه ماړه وساتم.»
خديجه زياتوي چې د تالقانو ښار په يو کرايي کور کې اوسېږي او تر اوسه يې د کومې مرستندويه موسسې له لوري مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د هغې په وينا، د تالقانو ښار په خټینو کوڅو کې د هغې د هرې ورځې سرګردانۍ پايله يوازې څو ډوډۍ دي چې کله يې د کورنۍ غړي پرې مړېږي او کله په وږي نس ويده کېږي.
هغې زياته کړه چې په هېواد کې له ويجاړوونکو جګړو نوره ستړې شوې ده.
خدیجه وایي: «هیله لرم چې بیا هیڅکله د جګړې او یا د کومې کورنۍ د بدمرغه کېدو شاهده ونه اوسم؛ ځکه جګړې له بدو پایلو پرته ولس ته کومه ګټه نه ده رسولې.»
نوموړې چې له کړاوه د ډک ژوند له امله ستړې ښکاري وايي، عمر مې زړښت ته رسېدلی او له دې وروسته به څه ډول او تر کله خپل معلول خاوند له سهاره تر ماښامه پر بایسکل د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د تالقان ښار پر واټونو او کوڅو ګرځوم.
هغه چې د خپل معلول خاوند د ناروغۍ او کوڼوالي ستونزو په اړه هم ترخې کيسې کوي وايي: «له يوې خوا د ناچارۍ درد او له بلې خوا زما د خاوند دوامدارې ناروغۍ، ژوند راته تريخ کړى دی؛ کله خلکو ته د جامو مينځلو له لارې او ډېر وخت پر واټونو د خپل معیوب او ناروغ خاوند په لېږدولو سره له خلکو مرسته غواړم، په داسې حال کې چې د ژوند هیڅ درد مې هم په دغه وضعیت کې نه درملېږي، د هرې ورځې په تیرېدو سره د ژوند ستونزې راته درد او کړاو راکوي چې په دغه زاړه عمر کې د یوې ګولۍ ډوډۍ ترلاسه کولو په لټه یم.»
هغه له سرپرست حکومته غواړي چې له اړو او مستحقو کورنيو سره دې هراړخيزه مرسته او همکاري وکړي، څو د واورې او باران په دې سړو ورځو کې له سرګردانۍ وژغورل شي.
په ورته مهال، د خدیجې معلول خاوند سید امیرالله په ژړغوني غږ او له اوښکو ډکو سترګو پژواک ته وویل: «جګړه د دې لامل شوه چې معیوب شم، اوس د ژمي په دې سړه هوا کې پرته له هیڅ ډول امکاناتو او معیوب او ناروغ ځان سره حیران یم چې څه وکړم.»
نوموړي هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د سید امیرالله په شان د تخار ولایت لسګونو اوسېدونکو ته د وروستیو جګړو له امله ځاني، روحي او مالي زیانونه اوښتي دي.
اوس د دوی یوازینۍ هیله په هېواد کې د دایمي او رښتینې سولې ټینګښت دی.
بلخوا، د تخار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس ملا سيفالله مبارز وايي، د اړو کسانو د ستونزو هواري لپاره هڅې پيل شوې او له همکارو موسسو سره هم همغږي شوې څو په جدي ډول ورته رسېدنه وشي.
Views: 196
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP