کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایی ټولنې استازو، په بروکسل کې د ناستې پر مهال، افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د یوه سولهییز او ځواکمن افغانستان لپاره به هراړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.
د قزاقستان د کازا انفارم خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د درېیمې ناستې کوربه و.
سرچینه لیکي، د دې ناستې په اجنډا کې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د سیمهییزو امنیتي ګواښونو ارزونه او د دوی ترمنځ د افغانستان خلکو لپاره د دوامداره مرستو ډاډمنول شامل وو.
د خبر له مخې، د دې ناستې ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د یوه سولهییز او ځواکمن افغانستان لپاره به خپلو هراړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.
سرچینه زیاتوي چې د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د دوامدار ټېکاو رامنځته کېدو او د اعېزناکو بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو پر رول ټینګار وکړ.
په راپور کې راغلي چې دغهراز د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې ناسته کې د قزاقستان د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیر تلګت کالیف کوله.
کالیف ویلي، قزاقستان افغانستان ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ دی.
ده په دې برخه کې د قزاقستان د کرنې سکتور او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ترمنځ ګډ کار او همکاري د پام وړ وبلل او د بېلګې په توګه یې د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایي کې له قزاقستان څخه افغانستان ته د ۴۵۶ زره ټنه اوړو استولو یادونه کړې ده.
هغه د دې پخلی هم کړی چې د قزاقستان پوهنتونونه به په فعال ډول د اروپايي ټولني له لوري د تمویل شوو او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې له لوري د افغان زدهکړیالانو لپاره په قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان کې د زدهکړو په پروګرام کې خپله فعاله ونډه اخلي.
په ورته وخت کې، نوموړي د ناستې پر ګډونوالو غږ کړی چې د قزاقستان له هغه نوښت نه چې منځنۍ اسیا د دوامدار پرمختګ پر یوه مرکز بدل کړی شي، ملاتړ وکړي.
هغه د ناستې له ګډونوالو دا غوښتنه هم کړې چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان ملاتړ وکړي څو د دغه هېواد خلکو ته مرستې ورسول شي.
د ناستې ګډونوالو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په ناسته کې له افغانستان سره د بشردوستانه، سوداګریزو او اقتصادي مرستو په تړاو تفصیلي بحثونه وشول.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن