ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د منځنۍ اسیا او اروپایی ټولنې استازي: د سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره مرستو ته دوام ورکوو

د منځنۍ اسیا او اروپایی ټولنې استازي: د سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره مرستو ته دوام ورکوو

author avatar
23 Jan 2023 - 16:03
د منځنۍ اسیا او اروپایی ټولنې استازي: د سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره مرستو ته دوام ورکوو
author avatar
23 Jan 2023 - 16:03

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایی ټولنې استازو، په بروکسل کې د ناستې پر مهال، افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د یوه سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره به هراړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.

د قزاقستان د کازا انفارم خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د درېیمې ناستې کوربه و.

سرچینه لیکي، د دې ناستې په اجنډا کې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو ارزونه او د دوی ترمنځ د افغانستان خلکو لپاره د دوامداره مرستو ډاډمنول شامل وو.

د خبر له مخې، د دې ناستې ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د یوه سوله‌ییز او ځواکمن افغانستان لپاره به خپلو هراړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.