Language

د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۲ کال شل اووریزو سیالیو غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۲ کال شل اووریزو سیالیو ته د غوره لوبغاړو لوبډله اعلان کړه، خو افغان لوبغاړي پکې ځای نه لري.

د کرکټ نړۍوالې شورا «ای‌سي‌سي» د یادې لوبډلې نوملړ نن (دوشنبه) اعلان کړ.

د «ای‌سي‌سي» له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اعلان شوو لوبغاړو تېر کال په بېلابېلو شل اووریزو سیالیو کې ښې وړتیاوې ښودلې وې.

په دغه نوملړ کې د هندوستان درې، د انګلستان او پاکستان دوه دوه، د نیوزیلنډ، زمبابوې، ایرلنډ او سریلانکا یو یو لوبغاړي شامل دي.

login or register a new account.