منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۲ کال شل اووریزو سیالیو غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۵۷ کتنې

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۲ کال شل اووریزو سیالیو ته د غوره لوبغاړو لوبډله اعلان کړه، خو افغان لوبغاړي پکې ځای نه لري.

د کرکټ نړۍوالې شورا «ای‌سي‌سي» د یادې لوبډلې نوملړ نن (دوشنبه) اعلان کړ.

د «ای‌سي‌سي» له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اعلان شوو لوبغاړو تېر کال په بېلابېلو شل اووریزو سیالیو کې ښې وړتیاوې ښودلې وې.

په دغه نوملړ کې د هندوستان درې، د انګلستان او پاکستان دوه دوه، د نیوزیلنډ، زمبابوې، ایرلنډ او سریلانکا یو یو لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان لوبغاړي چې تر ډېره د شلو اووریزو لوبو مخکښان بلل کېږي، په اعلان شوي نوملړ کې ځای نه لري.

په اعلان شوو لوبغاړو کې د انګلستان جاس بټلر د لوبډلمشر په توګه، سام کرن، ویرات کهولي، سوریا کومار یادو، محمد رضوان، ګلین پیلیپس، سکندر رضا، هاردیک پانډیا، وینندو هسرنګا، حارث رووف او جوش لیټل د لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د یادونې ده، په دغه نوملړ کې د اسټرالیا او سوېلي افریقا په څېر پیاوړو کرکټ هېوادونو لوبغاړو ته هم ځای نه دی ورکړل شوی.

د کرکټ نړۍواله شورا د هر کال په پای کې غوره نارینه‌ او ښځینه لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې اعلانوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې