کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوي او په دې اړه یې له خپلو متحدینو سره مشورې هم پیل کړې دي؛ خو بل لورته سرپرست حکومت وايي، د متقابل احترام او مثبت تعامل غوښتونکي دي.
دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تېره ورځ رسنیو ته کړې دي.
ټليګراف هندي رسنۍ د هغه له قوله لیکلي: «موږ له طالبانو سره د بشري حقونو په برخه کې د هغوی د ډېرو سرغړونو او سختو فرمانونو له امله، هغه چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې مو له طالبانو ولیدل، پر خپل چلند او تعامل بیاکتنه کوو.»
هغه زیاته کړې، په دې اړه نور جزئیات نه شي ورکولای خو دومره ویلی شي چې له خپلو متحدانو سره په فعاله توګه د مناسب راتلونکي لپاره د ګامونو پورته کولو ارزونه کوي.
دغهراز د ریپبلیک په نوم یوې بلې رسنۍ د نېډ پرایس له قوله لیکلي، امریکا د ملګرو ملتونو له هغو لوړپوړو چارواکو سره هم په تماس کې ده چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرونه کړي دي.
پرایس له افغانستان سره د امریکا ۱،۱ میلیارد ډالر مرستې ته په اشارې ویلي، دوی دغه مرستې افغانانو ته استولې او د سرپرست حکومت کومې ادارې له خوا نه دي لګول شوې.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی او پرون بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي بل مرستیال مارټین ګریفیټس په مشرۍ هم یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دى.
بل لورته، د سرپرست حکومت مرستیال وياند بلال کریمي پژواک ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې ټولو ته خپل حقوق رسېږي او د تعامل وخت دی.
دی وايي: «د بشري حقونو په برخه کې اوس ډېر پرمختګونه شوي، جګړه پای ته رسېدلې، اختطاف، غصب، ظلم، زور او نورو ناخوالو ته د پای ټکی اېښودل شوی، مرکزي حکومت رامنځته شوی او ټولو خلکو ته يې حقوق رسېږي، محاکم فعال دي، نو بنا د ملموس اړیکو او تعامل وخت دى او د ټولو په ګټه ده.»
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره پر مثبت تعامل چې پر متقابل احترام ولاړ وي، غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت مسوولينو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه راپورونه ناسم بللي او پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونو موضوع یې د افغانستان کورنۍ مسئله ياده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP